د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پارلمان: د افغانستان خپله قوه دې تقویه شي


د امریکا د مشرانو جرګې د مسلح قواوو جرګه ګۍ وايي چې امریکا دي افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو پر ځای د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر روزلو ډیر کار وکړي.

سناتور کارل لیون دغه خبري د جمعې په ورځ وکړې. هغه د اخبري ځکه کوي چې افغانستان، پاکستان او عراق ته په سفر تللی وو او په دې ورستیو کې امریکا ته بیرته راستون شوی دی.

سناتور لیون وايي چې افغانان غواړي چې امریکا ورسره مرسته وکړي تر څو دوی پر خپلو پښو ودرېږي او په امنیتي چارو کې خود کفا شي.

دا په داسي حال کې ده چې جمهور ریْس اوباما په افغانستان کې وضع څېړي او پر دې غور کوي چې افغانستان ته نورې قواوې ولېږي او که نه.

XS
SM
MD
LG