د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی د اکثریت رایو گټلو ته نږدې شوی


د افغانستان د جمهوری ریاست د انتخاباتو وروستی نتایج ښیی چی جمهور ریس حامد کرزی د اکثریت دومره رایو گټلو ته نژدی شوی چی د دویم ځلی انتخابات ونشی.

په هغو نتایجو کی چی نن خپاره شول وښودل شول چی ښاغلی کرزی ۴٨.٦ فیصده رایی او د هغه مهم سیال عبدالله عبدالله ٣١.٧ فیصده رایی وگټلی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون وایی چی دغه نتایج په ملک کی د ٧٥ فیصده انتخاباتی حوزو د رایو د شمیرلو نه ترلاسه شویدی.

د انتخاباتو کمسیون نن وویل چی د جعل کاریو د رپوټونو له مخی په ۴۴٧ انتخاباتی حوزو کی رایی باطلی حساب شوی دی.

د انتخاباتو د کسیون د دارالانشا ریس داود علی نجفی چی د دی پیکړی له امله څومره رایی باطلی اعلان شوی دی.

د انتخاباتو د شکایتونو کمسیون د آگست د شلمی نیټی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د شلو زرو نه زیات د جعل کاری رپوټونه ترلاسه کړی دی.

دغه کمسیون وایی چی ځینی دغه شکایتونه دومره جدی دی چی که رښتیا ثابت شی نو کیدای شی چی د انتخاباتو په نتایجو باندی اغیزه وکړی.

د انتخاباتو خپلواکی کمسیون نتایج په قسمی ډول اعلانوی.د انتخاباتو وروستی نتایج به د دی میاشتی په پای کی په انتخاباتو کی د جعل کاریو د څیړلو وروسته اعلان شی.

XS
SM
MD
LG