د لاس رسي وړ اتصالات

ابتدايي نتایج ښيي کرزي اکثریت رایی ګټلي


د افغانستان دانتخاباتو کمیسیون وایی چی جمهوررئیس حآمد کرزی داگست د میاشتی دانتخاباتود ټولو رایو له جملی نه ٥۴ فیصدهرایی چی اوس شمیرل شوی گټلی دی. د سه شنبی دورځی نتایج څرگندوی چی د ښاغلی کرزی رایی له پنځوس فیصدو نه زیاتی شویدی.

برحال جمهوررئیس ددی لپارهدرایو اکثریت ته ضرورت لری چی لهانتخاباتی سیال عبدالله عبدالله سره ددویم ځلی انتخاباتو مخنیوی وشی.د سه شنبی دورځی په شمیر کی عبدالله عبدالله٢٨ اعشاریهدری فیصده گټلی وی . دانتخاباتوکمیسیون وایی چی د اچولو شوی رایو ٩٢ فیصده تراوسه پوری شمیرل شویدی.

دافغانستان دانتخاباتو د شکایتونو کمیسیون وایی چی دوی دتیری میاشتی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی، د تقلب او ټگۍ واضح او قانع کوونکی شواهد پیدا کړیدی. په دی توگه هغوی دمشکوکو رایو د بیا شمیرلو امر ورکړیدی.

دغهکمیسیون چی د ملگرو ملتونو په ملاتړ جوړ شویدی، دسه شنبی په ورځ یی امر یی کړیدی چی دهغو انتخاباتی حوزو رایی دی له سره وشمارل شی چی وایی رایی ورکوونکي سل په سلو کی رایو اچولو ته راغلی وو او په دی جمله کی ٩٥ فیصده رایی دیوه کاندید لپاره اچول شویدی.

په افغانستان کی د ملگرو ملتونو د استاځی کای ایډه پر چارواکیو باندی غږ کړیدی چی هغه ټولی رایی په نظر کی ونه نیسی چی د بی قانونی شواهد پکی ښکاره شی.په دی لړکی تراوسه پوری ٢٠٠ زره رایی د تقلب له امله لیری غورځول شویدی.

ښاغلی کرزی د فرانسی د لی فیگارو له ورځپاڼی سره په مرکه کی ددوشنبی په ورځوویل چی د تیری میاشتی په انتخاباتوکی ښایی د تقلب اودرغلی څه پیښی شوی وی خو هغه وویل چی په یوه نوی تخلیق شوی دیموکراسی کی داشیان پیښیږی او هغه یی بی اهمیته وگڼل.

دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزي وایی دی په دی عقیده دی چی دامریکا متحده ایالات دده کورنۍ او سیاسی متحدین ددی لپاره غندي چی دده موقف ته تاوان ورسوی.

هغه وویل دی په دی عقیده دی چی دامریکا تازه انتقاد دده د انتخاباتی مرستیال محمد قسیم فهیم په باب په حقیقت کی ده ته متوجه و.هغه داهم وویل چی هغه اتهامات چی وایی دده ورور په اداری فساد اخته دی هغه بی بنیاده دی.

XS
SM
MD
LG