د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کې مرگاني سیلاوونه راغلي


د ترکیې داستانبول په ښار کې د تازه سیلاونو له امله څوارلس کسان وژل شوي دي. د سیلاونو له امله ډیر خلک په خپلو موټرو کې بند پاتې وو.

حکومتي خبري اژانس اناتولیا خبر ورکړی چې د ښار په اکیټل سیمه کې اوبه درې فوټو ته جگې شوې، او په موټرو کې سپاره خلک د ژغورنې په انتظار د موټرو چتونو ته وختل.

دغه سیلاونه سهار وختي هغه وخت راغلل چې خلک خپلو کارونو ته روان وو او د ښار لارې کوڅې، صنعتي برخه او د یونان په لور لویه لار یې ډوبه کړې وه.

XS
SM
MD
LG