د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو کمیسیون وايي د چا تر فشار لاندې نه دی


د افغانستان د حکومت له خوا ټاکل شوی د انتخاباتو کمسیون ددې خبرې نه انکار کوي چې تر سیاسی فشار لاندې د انتخاباتو په نتایجو کې یې غلطې رایې شمیرلې دي.

دغو جنجالي رایو وکولی شوی چې د حامد کرزي رایې د اکثریت له اندازې نه هم پسې زیاتې کړي.

د رایو د نتایجو د اعلانولو د نېټې نه فقط څو ورځې مخکې، د جمهور رئیس حامد کرزي دفتر د انتخاباتو د مستقل کمسیون د هڅو نه په مننې سره وايي چې دغه کمسیون انتخابات په بې طرفۍ او په ملی روحیې په احساس تر سره کړي دي.

مگر د ښاغلي کرزي ډیر نژدې رقیب، چې په دې انتخاباتو کې تر اوسه پورې ٢٨ په سلو کې رایې وړي دي وايي چې مستقل کمسیون خپله بې طرفي ونه ساتله او مستقل نه ؤ.

پخوانی خارجه وزیر عبد الله عبدالله وايي چې دده انتخاباتي مبارزه به نتایج ونه مني او وايي چې د رایو شمیرنې پروسې د انتخاباتو د قانون نه سرغړونه کړېده.

په داسې حال کې چې د انتخاباتو نتایج ٩٢ په سلو کې تراوسه معلوم شوي، حامد کرزی ٥۴په سلو کې راېې وړي دي.

د انتخاباتو د مستقل کمسیون ویاند نور محمد نور د امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ددې خبرې نه انکار کوي چې دا کمسیون تر سیاسی فشار لاندې باطلې رایی هم د کرزي په گټه شمیرلي دي.

نور وايي: "نه، دا درسته نه ده. زمونږ ملگري تر فشار لاندې نه دي. او زما د معلوماتو په بنا د نتایجو اعلان خپل عادي مسیر طی کوي او د انتخاباتو د قانون او اساسی قانون سره چلند کوي".

د انتخاباتو د شکایاتو د اوریدلو کمسیون چې د ملگرو ملتو لخوا تمویلیږي غوښتنه کړیده چې د هغو سیمو نه چې شکایتونه اوریدل شوي، رایی یې بیا وشمیرلی شي.

د متحده ایالاتو سفارت په کابل کې په خپلې یوې اعلامیې کې د انتخاباتو په لړ کې د صبر او حوصلې غړ کړی دی. دغه بیان د انتخاباتو په دواړو کمیسیونونو غږ کوي چې د خپلې وظیفې پر بنا پولې رایې وشمیري او هغه رایې چې جعلکاري پکې شوې ده باطلې کړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنیاد رئیس احمد نادر نادري د امریکا غږ ته وویل چې کیدای شي ددې مسئلې د حل د انتخاباتو د نتایجو تصدیق کیدل هفتې هفتې وځنډیږي، خو کله ځینې نور چې وايي دا کار به میاشتې په بر کې ونه نیسي، نادري وايي:

"پراخو جعلکاریو او سرغړونو ته چې سړی وگوري نو دا لازمه ښکاري چې د انتخاباتو کمیسیونونو ته زیات وخت پکار دی چې دغه جنجال حل کړي او پدې برخه کې زیاته توجه وشي چې د انتخاباتو نتیجه پاکه او صافه شي".

اعتباري او عادلانه انتخابات په افغانستان کې د سلو زرو خارجي عسکرو چې د طالبانو په مقابل کې جنگیږي او کوښښ کوي چې په افغانستان کې نوې راغلې ډیموکراسي حمایه کړي، د اعتبار او رسوڅ لپاره فوق العاده اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG