د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتور: د افغانستان خپلې قواوې باید تقویه شي


د امریکا یوه لوړ رتبه سناتور وايي چې امریکا باید افغانستان ته د نورو قواوو د لېږلو پرځای د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر روزلو کار وکړي.

د امریکا د مشرانو د جرګې د وسله والو قواوو د جرګه ګۍ رئیس کارل لیون پرون وویل چې امریکا باید د افغان ملي اردو او ملي پولیسو شمیره زیاته کړي او دوی ته روزنه او لازمي تجهیزات برابر کړي. ښاغلي لیون وویل چې په راتلونکي څو کلونو کې دي د افغانستان د پولیسو او اردو شمیر څلور ساوو زرو تنو ته ورسېږي.

د ښاغلي لیون دغه تبصره په داسي حال کې وکړه چې د بارک اوباما حکومت دې ته انتظار باسي چې د افغانستان د جګړې په باب د خپلو قوماندانانو نظر او ارزیابي ترلاسه کړي.

ویل کیږي چې یاد سوي قوماندانان به په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان د وضع په باب خپل نظریات او ارزیابئ و حکومت ته وسپاري.

سناتور لیون او د امریکا د کانګرس څو نورو غړو په دې ورستیو وختونو کې افغانستان ته په سفر تللي وه ښاغلی لیون وايي چې په افغانستان کې حالات خراب سوي دي.

XS
SM
MD
LG