د لاس رسي وړ اتصالات

وروستي نتایج: کرزی په انتخاباتو کې مخکې دی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي په په هغه قسمي نتایجو کې نن اعلان سوه جمهور ریْس کرزی بیا هم تر خپلو نورو سیالانو مخکي دی.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون ویلي دي چې تر دغه دمه ۹۳ په سلو کې رایې شمیرل سوي دي چې په کښي جمهور ریْس کرزي ترټولو مخکي دی او ۵۴ په سلو کې یې رایې ګټلي دي.

دا په داسی حال کې ده چې د جمهور ریْس کرزي مهم سیال ډاکټر عبدالله عبدالله ۲۸ په سلو کې د خلګو رایې ګټلي دي. خو ډاکټر عبدالله عبدالله او نور کاندیدان ادعا کوي چې په انتخاباتو کې ټګي برګي سوی ده.

دغه نتایج به ترهغه پوري نهايي نه وي ترڅو د ملګرو ملتونو په ملاتړ د انتخاباتو د شکایاتو کمیسیون ټولې د غبن او درغلۍ ادعاګانې و نه څېړي.

د ملګرو ملتونو ویاند ښاغلي الیم صدیقی د آمریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې دا په ډیر ژر وي چې د انتخاباتو پر نهايي نتایجو قضاوت وکړو ځکه چې تر دغه دمه د انتنخاباتو د کمیسیون د خواه ۲ زره د غبن او درغلۍ ادعاګانې ثبت سوي دي.

د پنجشنبې په ورځ یادسوي کمیسیون امر وکړ چې په کندهار کې د انتخاباتو ۵۱ مرکزونه، په غزني کې ۲۷ مرکزونه او د پکتیکا په ولایت کې د پنځو مرکزونو رایې دي باطلې اعلان سي. په دغو سیمه کې د جمهور ریْس کرزي څخه زیات ملاتړ سوی وو.

تر دغه دمه د انتخاباتو د اوریدو کمیسون نه دي ویلي چې څومره رایې یې باطلې کړي دي خو که چیري د شکایاتو کمیسون ډیرې رایې باطلې کړې نو دا به ښايي د جمهور ریْس کرزي فصیدي لاندي راولي.

XS
SM
MD
LG