د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: خیبر کی ٢٢ تندروان وژل شوي


پاکستاني ملیشو ويلي دي چې ددغه ملک په قبایلو کې د خیبر په سیمه کې یې چې د افغانستان سره په سرحد کې پرته ده ۲۲ تندروان وژلي دي.

دغه راز د پاکستان د قبایلي سیمو ملیشو ویلي دي چې پاکستاني هلیکوبترو د تندروانو درې مورچلونه له منځه وړي دي.

د پاکستان د پوځ او ملیشو د خواه دغه حملې په داسی حال کې تر سره کېږي چې یو روځ مخکي ددغه ملک پوځ د طالبانو د ویاند مسلم خان په ګډون پنځه تنه د طالبانو مشران د سوات په سیمه کې یو عملیاتو پر ترڅ کې نیولي دي.

دغه دستګیرۍ د اپریل میاشتې را په دیخواه لومړی دستګېرۍ دي چې د پاکستان پوځ یې ترسره کوي.

د پاکستان د پوځ په یوه رسمي خپور سوي بیان کې راغلي دي چې د نیول سویو مشرانو څخه تحقیقات کېږي او د هغو د معلومات پر اساس پوځ خپل عملیات پلانوي.

XS
SM
MD
LG