د لاس رسي وړ اتصالات

ملي اردو: فراه کې ٥٠ طالبان وژل شوي


یو افغان پوځی چارواکی وایی چی د ایتلاف قواوو له هغه وروسته چی طالبانو د افغانستان او امریکا په یوه پوځی کاروان باندی حمله وکړه، تقریبا پنځوس طآلبان یی ووژل.

د افغانستان د پوځ نطاق عبدالبصیر غوری وایی چی دغه جگړه د فراه ولایت د بالا بلوک په ولسوالی کی وشوه.

په همدی سیمه کی د شنبی په سهار د طآلبانو په یوی حملی کی دوه امریکایی او اوه افغان عسکر ووژل شول.

عبدالبصیر غوری وایی چی د ایتلاف قواوو بیا د هوایی قوی نه کار واخیست .د طالبانو مرگ ژوبله د کومی مستقلی منبع لخوا نه ده تایید شوی .

همدا شان د شنبی په سهار دوه امریکایی عسکر د افغانستان په ختیځ کی د بم په چاودنه کی ووژل شول.

او په ټول ملک کی د یاغیانو په حملو کی لږ تر لږه ٢٨ ملکی کسان او امنیتی منسوبین وژل شوی دی.

په افغانستان کی په دی وروستیو کالونو کی تشدد په داسی حال کی زیات شوی چی طالبان غواړی په ټول ملک کی کی نفوذ خپور کړی.امریکا او ناتو هم خپل ډیر شمیر عسکر ورلیږلی چی د یاغیانو په ځپلو کی د افغانستان د پوځ سره مرسته وکړی.

XS
SM
MD
LG