د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه بن لادن نوی ثبت شوی پیغام خپور شو


یو نوی ثبت شوی پیغام چی د القاعده په مشر اسامه بن لادن پوری تړل شویدی، ادعا کوی چی د امریکا جمهوررئیس براک اوباما به ددی واک او قدرت ونلری چی په افغانستان کی دامریکا له خوانه پیل شوي جگړه بنده کړی.

دغه ثبت شوی پیغام چی ١١ دقیقی دی، د یکشنبی په ورځ په یوه اسلامی ویب پاڼه کی اچول شویدی. هغه غږ چی په ویب پاڼه کی ثبت شویدی، او د القاعده مشر اسامه بن لادن ته منسوب دی، وایي چی ښاغلی اوباما په دی سبب کمزوری شویدی چی سپینه ماڼی د فشار اچولو، ډلو اشغال کړیده.

په ثبت شوی پیغام کی داهم ویل شویدی چی په افغانستان کی جگړه ځکه نشی بندلیدلی چی داداسراییلو طرفدارو لابییستانو، او سلاکارانو او دامریکا دغټو کمپنیو د گټو پراساس روان دی.

هغه ډلی چی دترهگرانو څارنه کوی وایی چی دالقاعده السحآب مطبوعاتو دغه ثبت شوی پیغام تولید کړیدی او عنوان یی ( دامریکا د خلکو لپاره یوپیغام ) پری ایښی دی. د استخباراتو ماهران وایی چی په عنعنوی ډول بن لادن د سپتمبر یا اکتوبر په میاشت کی یوه کلنی پیغام خپروی.

د یکشنبی دورځی پیغام پرامریکا باندی د سپتمبرد ١١می نیټی دترهگری د حملونه وروسته ثبت شویدی.

رپوټونه وایی چی بن لادن د افغانستان او پاکستان په سرحدی او غرنی سیمه کی چیرته پټ ژوند تیروی. دهغه وروستی وینا د جون په میاشت کی هغه وخت خپره شوی وه چی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما په قاهره کی وینا وکړله او خواست یی وکړ چی له اسلامی نړی سره دامریکا اړیکی په یوه نوی بنسټ باندی پیل شی.

XS
SM
MD
LG