د لاس رسي وړ اتصالات

مولن: افغانستان ته ممکن زیات عسکر پکار وي


د امریکا د پوځ یو جگپوړه نظامی چارواکی وایی چی ښایی دوی نورو عسکرو ته ضرورت ولری چی افغانستان ته یی ولیږی چی د یاغیانو خلاف جگړه وگټی.

د سمندری قواو ستر جنرال او د لویو درستیزانو د کمیټی رئیس مایک ملین وایی چی د یاغیانو خلاف په مناسب ډول برابری شوی منابعښایی د زیاتو قواو مانا ولری.

ستر جنرال مایک ملین دسه شنبی په ورځ دامریکا د سنا د وسله والی جرگه گۍپه مخکی دمعلوماتو دورکولو په ترڅ کی داتبصره وکړه .هغه زیاته کړه چیدی په دی نپوهیږی چی څومره قواوته به ضرورت وی.

د سپینی ماڼی نطاق تیره اونی وویل چی جمهوررئیس براک اوباما تراوسه پوری دا پریکړه نده کړی چی ایا افغانستان ته نور عسکر ولیږی او که نه. دامریکا متحده ایالات همدا اوس په دی هڅه کی دی چی خپل عسکر په افغانستان کی دکال تراخره پوری٦٨ زرو ته ورسوی چی د طالبانو له زیاتیدونکی بغاوت سره جگړه وکړی.

XS
SM
MD
LG