د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي عسکر او د افغانستان ماموریت


د امریکا د اردو د لسمۍ غرنۍ فرقې عسکر د وردک ولایت د کوټه یې اشرو سیمې ته لیږدول شوي دي.

د طالبانو د پرمختگ او د امریکایي ځواکونو د پیاوړي کولو په ترڅ کې په تیرو څو میاشتو کې په وردک ولایت کې سختې جگړې وشوی.

په دې ورځ افغاني او امریکایي عسکر دلته راغلي، ماشومانو ته د ښوونځي سامان او ملکي وگړو ته یې انتخاباتي وسایل او نورې مرستې راوړی دي.

دغه ډول مرستې د دوه کلنې پالیسۍ یوه برخه ده چې غواړي د افغاني ولسي وگړو په مینځ کې د امریکا په مشرۍ ځواکونه محبوبیت پیدا کړي. دا یوه داسې مشې ده چې پنتاگون او د اردو د لسمې غرنۍ فرقې د قوماندې سر پړکمشر اندریو سپانو هیله من دي چې په دې توگه ښایي افغانان د طالبانو مخالف شي.
(.. مونږ خپل ځوان سرتیري دې ته متوجه کړل چې څنگه افغانان د هیواد له دښمنانو څخه لیری کړي.)

د امریکا نوې ستراتیژۍ ته څیړونکي او پالیسي جوړونکي "د قدرت د ستراتیژۍ ترکیب" وایي چې د ښه کردار او نظامي قوې مجموعه ده، تر څو په دې توگه په جگړه کې پر دښمنانو باندې د برید په څنگ کې دوستان راجلب شي. په ٢٠٠٧ کال کې د دفاع وزارت په رسمي توگه دغه پالیسي خپله کړه. خو په افغانستان کې امریکایي ځواکونه دا کار مشکل گڼي چې هم بشر دوست اوسي، هم ابادونکی او هم عسکر.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیټس دوه مخکې لومړنی شخص و چې ددغې ستراتیژي نه یې پلوي وکړه. هغه ورته د سمارت پاور نوم ورکړ چې د جگړې، مرستو، بیاوادنولو او دیپلوماسۍ مجموعه ده.
خو په وردک ولایت کې یو شمیر عسکر وایي دغه ستراتیژي گټه نه کوي.

پیاده عسکر د سختو منتقدینو له ډلې نه دي. دوی خپل ټول وخت د جگړې په زده کړو تیر کړی، نه د مرستو رسولو په کار. د قوماندې سر پړکمشر اندریو سپانو وایي له لیږدولو دمخه دوی د افغانانو سره د چلند زده کړې دي.
(.. هر هغه کار چې تاسې د پیاده نظام له چارو څخه لیری کوي، ښایي ستونزمن وي. خو مونږ وروزل شو، مونږ تمرینونه وکړل، او په دې کار باندې زمونږ لیوا زیاتې پیسې په هغو افغانانو باندې ولگولې چې د ملکي وگړو رول یې لوباوه.)

اوس هم زیات شمیر عسکر وایي په عادي توگه دوی دومره وخت په یوه ټولنه کې نه تیروي چې وکړای شي د افغانانو سره اړیکې ایجاد کړي. اټکل کیږي چې د ټولي قوماندانان د محلي خلکو سره شخصي اړیکې پیدا کړي. خو دغه قوماندانان په هرو شپږو میاشتو کې ځي او راځي. د اردو ډگرمن کیمو گالایا وایي ائیتلافي ځواکونه ډیر خواره واره پراته دي.

(.. دلته صرف یو ټولی موجود و چې د افغاني امنیتي قواوو سره مرسته وکړي. لازمي ده چې په افغانستان کې د خشونت ضد قواوی د جگړې په میدان کې نورې هم پیاوړې شي.)

او گالایا وایي د خشونت په پراخیدو سره د اردو زیات واحدونه ددې وخت نه لري چې بشري او پرختیایي ماموریت ترسره کړي.

(.. لومړی باید امنیت رامنځ ته شي. او د هغې سره سم پرمختیا او سم حکومت کول.)

XS
SM
MD
LG