د لاس رسي وړ اتصالات

سي.آی.اې: کرزی د انتخاباتو گټونکی ښکاري


نهايي نتایج ښيي چی د افغانستان د اګست د شلمې نیټې په انتخاباتو کی جمهور رئیس کرزی بریالی سوی دی خو په دغه انتخاباتو کې د لوړی کچې د ټګۍ برګۍ آوازې خپرې شوي وې.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د انتخاباتو د څارنې کمیسیون د رایو د یوې برخې د بیا شمیرلو امر وکړ. د آمریکا غږ خبریال ګري تامس لیکي چېد آمریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي آی عې ریْس ښاغلی لیون پنیتاه وايي چې هغه په دې باور نه دی چې د څارنې د کمیسون د خوا د رایو د یوې برخې بیا شمیرل به کوم غټ بدلون رامینځ ته نکړي.

په یوې ځانګړې مرکه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې رئیس لیون پنیتا وايي چې که چیري د رایو ځېنې صندوقونه هم باطل اعلان سي، امکانات یې ډیر دي چې جمهور رئیس کرزی به بیا هم انتخابات وګټي.

ښاغلي پنیتا داسي وویل: دا واضح خبره ده چې د افغانستان د اګست د شلمې نېټه په انتخاباتو کې یو لړ ټګي برګي موجوده وه او اوس مهال د انتخاباتو د کمیسون د خوا پر یاد سویو درغلیو غور کیږي. زما په فکر مسله دا ده چې که چیري د انتخاباتو د کمیسون د خوا ځینې رایې باطلې هم شي جمهور رئیس کرزی به بیا هم انتخابات وګتي.

د افغانستان د انتخاباتو وروستي اعلان سویو ابتدايي نتایجو وښوده چې جمهور ریْس کرزي په کافي اندازه رایې ګټلي دي ترڅو د خپل مهم سیال ډاکټر عبدالله عبدالله سره د دویم ځلي انتخاباتو نه مخنیوی وکړي. په عین حال کې جمهور رئیس کرزي په انتخاباتو کې د لوړې سطحې غبن په کلکه رد کړی دی او ویلي یې دي چې هغه رپوټونه چې په مطبوعاتو کې د افغانستان د انتخاباتو په هکله خپریږي په کی مبالغه کیږي.

د افغانستان انتخابات په یو ډیر حساس وخت کې راورسیدل. په داسي وخت کې چې آمریکا خپل په افغانستان کې نوۍ تګلاره تطبیق کړه او اوس په آمریکا کې نظامي او سیاسي مشران پر دې غور کوي چې آیا افغانستان ته نور عسکر واستول سي او که نه؟ د بلي خواه طالبانو هم د ناټو پر قواوو خپلو حملو ته زور وکړی دی او خپل نفوذ یې زیات کړی دی.

د سی آی اې رئیس ښاغلی پنیتا وايي چې تر ډیره حده پوري د ۲۰۰۹ کال طالبان د ۲۰۰۱ کال د طالبانو په شان نه دي. په حقیقت کې د طالبانو یو مشخص مشرتابه او مشخص ډله هيڅ سته نه بلکې د طالبانو ترمینځ ډیرې بیلابیلې ډلې موجودې دي چې د بیلابیلو دلایلو په خاطر جنګیږي.

ښاغلی پنیتا وايي: په افغانستان کې د حکومت ضد قواوې گډې وډې دي. یو ډله نه ده چې سړی ووايي چې دا طالبان دي. د دوی د جملې څخه چې مونږ یې ډیر اندیښمن کړي یو هغه طالبان دي چې په نظامي اقداماتو لاس پوري کوي او امریکايان وژني او په یوه ډیر منظمه او موثره توګه فعالیت کوي او دغه ډلې مونږ او د امریکا جمهور رئیس د اندیښنې سره مخامخ کړي دي.

ښاغلي پنیتا وویل چې طالبانو سره اوس هم د پولې د ها خواه یعنی د پاکستان څخه کمکونه کیږي او حمایت کیږي.

ښاغلي پنیتا داسي وویل: زه فکر کوم چې طالبان په دوامداره توګه د پاکستان څخه د القاعده ترهګرو ملاتړ ترلاسه کوي او القاعده ترهګر طالبان ډیر زیات تشویقوي. او مونږ په همدغه دلیل په پاکستان کې موجود ترهګر د افغانستان د سولې او امنیت دپاره یو ستر ګواښ بلو.

XS
SM
MD
LG