د لاس رسي وړ اتصالات

داسراېېلو ددفاع وزېر  وېره لری چې فلسطېنېان به د سولی دغه فرصت ضاېع کړی


داسراېېلو ددفاع وزېر ېهود براک واېې دی وېره لری چې فلسطېنېان به د سولی دغه فرصت ضاېع کړی که چېری هغوی دې غوښتنی ته ادامه ورکړی چې اسراېېل دی دېهودی ناقلېنو د نوېو کورونو جوړول بند کاندی.

داسراېېلو ددفاع وزېر وېره لری چې فلسطېنېان به د سولی دغه فرصت ضاېع کړی که چېری هغوی دې غوښتنی ته ادامه ورکړی چې اسراېېل دی دېهودی ناقلېنو د نوېو کورونو جوړول بند کاندی.

دېهود براک دغه تبصری ددوشنبی په ورځ په نېوېارک ټاېمز کې خپری شوېدی. تردی ېوه ورځ وروسته به دامرېکا جمهوررئېس برا ک اوباما په نېوېارک کې د اسراېېلواو فلسطېنېانو د مشرانو ېو گډ مجلس جوړکاندی.

داسراېېلو ددفاع وزېر واېې چې ښاغلی اوباما په واضحه توگه وعده کړی وه چې له خپل سېاسی اثر اور سوخ نه به کار واخلی چې داخبره ېقېنی کړی چې فلسطېېنان ېو مستقل دولت ولری او دغه مهمه مسله به په دوه کلونو کې حل کاندی. براک اوباما واېې داهغه فصت دی چی پکارده ضاېع نشی. خود فلسطېن مشران واېې دا چی داسراېېلو مشران له دېنه انکار کوی چې د نوېو کورونو جوړول په لوېدېزه غاړه او ختېځ بېت المقدس کې بند کاندی ، ددی سبب کېږی چې د سولی هڅی پرمخ ولاړی نشی. دامرېکا متحده اېالات اسراېېل دېته هڅوی چې دنوېو کورونو جوړول بند کاندی.

اسراېېلو ددې په مقابل کې وېلی دی چې دوی به نوی پروژی بندی کړی خو دهغو دری زرو کورونو جوړولو ته به ادامه ورکړی چې په لوېدېزه غاړه کې پرې کار روان دی.

XS
SM
MD
LG