د لاس رسي وړ اتصالات

پښتون ادیب عبدالهادي ریشا وفات شو


د کندهار یو فرهنگي شخصیت او د پښتو ژبې شاعر او لیکوال عبدالهادي ریشا د یکشنبې په ورځ د پاکستان د کراچئ په ښار کې په مهاجرت کې له دې فاني نړۍ نه سترگې پټې کړې.

په کاناډا کې افغان لیکوال محمد معصوم هوتک چې د ارواښاد ریشا وراره دی، امریکا غږ ته وویل د خدای بخښلي ریشا جنازه د سپتمبر په ٢١مه په کندهار کی د علامه رشاد په هدیره کې خاوروته وسپارل شوه.

په جنازه کې د کندهار د ښار گڼ فرهنگي شخصیتونه او د ارواښاد د کورنۍ غړي او دوستان حاضر وو.

ارواښاد ریشا په ١٣٠٥ ش کال د کندهار د ملاگلداد د کوڅې په یوه منوره کورنۍ کی زیږدلی و.

د رسمي زده کړو زمینه ورته برابره شوې نه وه خو د هغه دوستان او همکاران وايي چې په ژوند کې تر خورا ډیرو تحصیل یافته خلکو لا هم منور سړی وو.

ښاغلی هوتک وايي: ارواښاد ریشا د پښتو ژبې له پاره د شعر او نثر په ژبه ډیر زیات خدمتونه کړي دي او د نظم او نثر ډیر آثار یې چاپ شوي دي.

عبدالهادي ریشا د کندهار د طلوع افغان په اخبار او د هیواد په ځینو نورو خپرونو کی تل د ټولنیزو اصلاحاتو له پاره شعرونه خپاره کړي دي.

د ښاغلی هوتک وايي، ریشا د هیواد په درد دردمن شخصیت اوهر وخت یې د وطن د پرمختگ او په پښتنو کې د ټولنیز مثبت او ملی بدلون د راوستلو له پاره قلم چلولی دی.

د ارواښاد ریشا د ژوند ډیره برخه که څه هم په تجارتي دندوکې تیره سوې وه خو تل یې د هیواد د بې وزلو اوغریبو خلکو د ملاټر له پاره هڅه او هاند کړی دی.

  • 16x9 Image

    شافعه سردار

    شافعه سردار د ۲۰۰۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکا غږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې، نطاقې او پروډیوسرې په حیث کار کوي. هغې د کابل د پوهنتون د فارمسۍ په پوهنځی کې زده کړې کړې دي. شافعه سردار د آشنا راډیو د روغتیا او آشنایانو د ادبي دیرې د اوونیزو خپرونو کوربنه ده.
XS
SM
MD
LG