د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې چاودنې ٥ ملکي افغانان ووژل


د افغانستان چارواکي وايي، د فراه په ولایت کې د سرک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې پنځه تنه ملکي افغانان وژل شوي او لږ تر لږه دوه تنه نور زخمي شوي دي.

چارواکيو وویل، پرون په دغه ولایت کې یو ملکي موټر د سرک د غړې په بم وربرابر شو.

طالبان اکثره وخت پر افغان او نړیوالو قواوو باندې د حملو لپاره له بمونو نه کار اخلي او په دغه ډول حملو کې اکثراً ملکیان هم وژل کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون وویل، یو ځانمرگی او دوه تنه انډیولان یې هغه وخت ووژل شول چی چاودیدونکی مواد یی مخکی له وخته وچاودیدل.

دغه پیښه د دوشنبې په ورځ د نیمروز په ولایت کې وشوه.

چارواکیو وویل، دغه ځانمرگی غوښتل چی د دلارام په ولسوالی کی په بهرنیو قواوو باندی حمله وکړی.

XS
SM
MD
LG