دا هغه افغان مخترع دی چې د انرژۍ نړیوال سازمان ورته جایزه ورکړیده. دغه سیاینس پوه، ډاکتراسحق شهریار په واشنگتن کی د افغانستان پخوانی سفیردی.
ده، داسی تکنالوژي اختراع کړې ده چه د لمر د حرارت نه برق تولیدوي.
د ډاکتر شهریار ښځی حفیظی شهریار امریکا غږ ته په مرکه کی وویل چه هغه، د خپل زوی الکساندر او خپلی لور جهان سره، ددی جایزی د اخستو لپاره د ملگرو ملتونو د انرژۍ د نړیوال سازمان بین المللی کنفرانس ته بلل شوې وه .
په دی بین المللی کنفرانس کی چه د دوه زره او نهم کال د اگست په ٣١ او د سپتمبر په اوله، دملگروملتونو په ودانۍ کی په نیویارک کی جوړشوی ؤ، حفیظی شهریار د خپل میړه ډاکتراسحق شهریار جایزه واخسته.
په دی بین المللی کنفرانس کی د مختلفو هیوادونو د وزیرانو، سفیرانو او نورو لوړرتبه شخصیتونو نه علاوه د لمر، تیلو، اتومی اود باد د انرژۍ د څانگو د عالی رتبه نمایندگانوپه شمول کوم ٥٠٠ کسانو گډون کړی ؤ.
حفیظی شهریاروویل:
"څرگنده ده چه دا کنفرانس زمونږ لپاره یعنی ، ما، زما زوی او زما لور ته ډیر غټ افتخار ځکه و چه یو خو چه ډاکتراسحق شهریار، زما میړه ته، چه څلورمیاشتی مخکی وفات شویدی، د هغی تکنالوژۍ د اختراع له کبله ډیره عالی جایزه ورکړ شوه چه د لمرد انرژی نه برق تولیدوی او بل ډیر د ویاړ ځای راتهدا و چه زما یو افغان وطندار ډاکتروحید وحیداله چه د سیمه ایزوشخړو د حل دپاره د ملگروملتونو متخصص او د انرژۍ د نړیوال سازمان معاون، د بن د موافقو طراح چه د افغانستان د پخوانی باچا محمد ظاهرشاه د دری فقره یی پلان طراح هم دی ددغه کنفرانس ریس ؤ. مونږه ولیدل چه یو دغسی عالی رتبه افغان د بل مخترع افغان څومره قدردانی کوی. نو ځکه د ډیری خوشحالی نه، زمونږ د دری واړو په مخ اوښکی روانی وی".
حفیظه شهریار وایی چه ساینس پوه شهریار په امریکا کی د عالی تحصیل نه پس ، د دوه نورو امریکایی سیانس پوهانو سره په گډه د لمرد انرژۍ نه د برق د تولیدولو اختراع وکړه.
د هغه برق نه چه یو واټ یی زر ډالره کیده په فَضایی بیړۍ، جیوپتر کی استفاده کیده.
ددی بریالیتوب نه وروسته د ١٩٧٠ په لسیزه کی ډاکترشهریار، یواځی پخپله داسی تکنالوژی اختراع کړه چه په لومړی ځل یی په ځمکه انسانانو ته ددی زمینه مساعده کړه چه د دغه برق نه کار واخلی.
ددی تکنالوژی بل ښه والی دادی چه د یو واټ بیه یی د زرو ډالرو نه سل ډالرو ته ټیټه کړه.
د ١٩٩٠ په لسیزه کی ډاکترشهریار بله داسی تکنالوژی اختراع کړه چه همدا مصرف یی دیرش فیصده نورهم ټیټ کړ.
ددی اونورو اختراع گانو له امله ،انگلیسی مجلی، ساینټس مگزین، مخترع شهریار ته د ،سن کنگ، یا د لمر د سلطان لقب ورکړ. ډاکترشهریار وروسته په همدې نوم خپله شخصي کمپنۍ جوړه کړه.
اوس سن کنگ د سولر انټرنشنل انرژۍ یوه برخه ده چې د ښاغلي شهریار میرمن او زوی دواړه پکې کار کوي.حفیظی شهریار وویل:
"دا د شهریار یوارمان وچه یوه ورځ دغه تکنالوژی افغانستان ته یوسی. نو ځکه زما د زوی چه یو ځوان دی او د افغانستان سره ډیره علاقه لری او زه دواړه کوشش کوو چې په دغه تکنالوژئ د افغانستان کلی اوبانډی روښانه کړی شو".
دا تکنالوژي ( سولر پنل) په افغانستان کی ډیره ښه چلیږی ځکه چه هلته کال دوولس میاشتی قریب اکثره وخت لمروی. په المان کی سره ددی چه دومره لمرنه وی مگردا تکنالوژی په کی ډیره مروجه ده. په افغانستان کی هم په ځنو ولایتونوکی ځای ځای په تجربوی ډول ، دغه سولرپنل یا خورشیدی تختی چه د لمرحرارت په برق بدلوی، اود چین نه هلته وړل شویدی ، استعمالیږی. خوکومه تکنالوژی چه سن کنگ کمپنۍ یی تولیدوی، شل دیرش کاله دوام کوی، او دومره کلکه ده چه که گولۍ هم ورباندی ولگیږی، د مخ ښیښه به یی ماته شی خودکاره نه لوییږی او برق تولیدوی.
حفیظه شهریاروایی د ١٩٩٠په لسیزه کی چه ډات کام کمپنۍ راووتې او د سلیکان استعمال ډیرزیات شو، نو سلیکان نورهم پسی کم یابه شو. هماغه وچه په دی اخروڅو کالونوکی ډاکتراسحق شهریارپه بلی تکنالوژی باندی چه سی،آی، جی، اېس نومیږی اود سلیکان په ځای نورډیرارزانه بیه مواد په کی استعمالیږی، کارکاوه چه څومیاشتی مخکی وفات شواو کار یی نیمگړی پاتی. دا تکنالوژی سره ددی چه ډیره ارزانه ده ، د٢٥ مرحلو په ځای په ١٣، ١۴ مرحلو کی برق تولیدوی.
مگر اوس مونږ د امریکا د انرژی د څانگی سره کارکوواوهیله لرو چه دا تکنالوژی زرترزره تولید شی اود خرڅلاو دپاره تیاره شی.
حفیظه شهریاروایی په دی کنفرانس کی د گډون نه وروسته ورته دا هیله پیدا شویده چه ښایی دا تکنالوژی هم په یوڅوکالونو کی جوړه شی. حفیظی شهریار زیاته کړه :
"په ټوله دنیا کی تقریبا ٢٢ سیانس پوهان دی چه په همدی مسلی باندی کارکوی خو مونږه ډیر طالع من یو چه ددغو سیانس پوهانو نه یوه چه زما میړه یی پیژانده ، په دی کنفرانس کی زمونږسره د همکاری ژمنه وکړه چه دا نیمگړی اختراع بشپړه شی اوبشریت ته یی گټه ورسیږی".