د لاس رسي وړ اتصالات

فایننشل ټایمز: چین ایران ته تیل ورکوي


یوی برتانوي ورځپاڼی لیکلی چی چینایی دولتی کمپنی ایران ته تیل ورکوی، چی په دی ډول د امریکا هغه هلی ځلی تضعیفیږی چی غواړی په ایران باندی فشار واچوی چی د خپل اټومی پروگرام نه لاس واخلی.

د لندن د فایننشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي چی دغه کمپنی د دلالانو په واسطه د ایران د تیلو د وارداتو دریمه برخه ورته برابروی.

دغه رپوټ د تیلو د یو شمیر سوداگرو او بانکونو له قوله لیکل شوی چی هغوی د خپلو نومونو د یادولو نه ډډه کړې ده.

د دغو کمپنیو دا ډول معاملی به د امریکا په مشری د نړیوالو هغه هلی ځلی کمزورې کړي چی غواړی پر ایران باندې د سختو اقتصادي بندیزونو له لارې دغه ملک په تجرید کې وساتي.

په ایران باندی د تیلو خرڅول کومه غیر قانونی خبره نه ده خو امریکایی چارواکیو وړاندیز کړی چی د ایران سره د نړیوالو په سوداگری باندی بندیز ولگول شی تر څو په ایران باندی فشار واچوی چی د اټومی پروگرام نه لاس واخلی.

لویدیځو ملکونو په ایران تور لگولی چی غواړی اټومی وسله ترلاسه کړی ،خو ایران دغه تورونه رد کړی دی.

د نړی زور واکی ملکونه به دغه موضوعات نن په نیویارک د ملگرو ملتونو د عمومی اسامبلی درشل کې په ضمنی توگه مطرح کړي.

XS
SM
MD
LG