د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو رسمي وړاندیز


ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال ستنلي مکریستل د امریکا د دفاع وزارت ته دغه اونۍ د نورو قواوو د غوښتلو رسمي وړاندیز واستوي.

خو د دفاع وزارت ویاند ویلي دي چې دغه غوښتنه به تر هغه پورې وساتل شي او تصمیم به پرې ونه نیول شي ترڅو حکومت پر افغانستان باندې د جنرال مکریستل د خوا شوې ارزیابي په هر اړخیزه توګه نه وي څیړلې.

د پنتاګون د مطبوعاتو رئیس ګویف مورل وايي چې دا به مخکي له مخکي اقدام وي که چیري مقامات د جنرال مکریستل له خوا د اضافي قواوو پر وړاندیز غور وکړي.

ځکه چې تر دغه دمه لا چارواکي په افغانستان کې د امریکا د نوې تګلارې په اړه غور کوي. دغه تګلاره د افغانستان د ماموریت دپاره د جمهور رئیس اوباما له خوا د روان کال د مارچ په میاشت کې اعلان شوه.

ښاغلي مورل وویل:

"دا به منطقي خبره نه وي چې مونږ بحث د منابعو او نورو عسکرو په لیږلو لا زیات مغلق کړو. مونږ باید خپل کارونه په ترتیب سره وکړو. زه فکر نه کوم چې زمونږ پریکړه به ډیر زیات وخت ونیسي او نه یې هم تراوسه ډیر وخت نیولی دی.

افغانستان ته د نورو قواوو د لیږلو پر وړاندیز چې جنرال مکریستل کړی دی، لا تر دغه دمه غور نه کیږي. دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د وضعې په باب چې کومه ارزیابي جنرال مکریستل کړې وه، د دوشنبې په ورځ د امریکا د واشنګټن پوست په وړځپاڼه کې خپره شوه. په خپاره شوي رپوټ کې جنرال مکریستل ویلي وه چې د افغانستان د ماموریت دپاره نورو منابعو ته ضرورت شته او په غیاب کې به یې د متحدینو هڅی ناکامې شي.

په عین حال کې د پنټاګون د مطبوعاتو رئیس ګویف مورل هم دا تایيد کړه چې که چیري جمهور رئیس اوباما په افغانستان کې خپل په تګلاره کې کوم بدلون راولي نو ښايي د قواوو په شمیر کې بدلون راشي.

ښاغلي مورل وویل: "که چیري تغیرات هم راسي نو په یو داسي شکل کې به راځي چې لومړۍ به پر دې غور کېږي چې د ماموریت د بریالیتوب د پاره څه شي ته ضرورت شته".

ښاغلي مورل زیاته کړه چې د جنرال مکریستل غوښتنه به په هر اړخیزه توګه وڅیړل شي او د قواوو د شمیر پر مسلې به پر څو ممکنه لارو غور وشي او ددغو لارو خطرونه به هم په نظر کې ونیول شي.

دغه راز مورل وویل چې د دفاع وزیر ګیټس هم د افغانستان دپاره د یوې مناسبې تګلارې په اړه فکر کوي او د قواوو د زیاتوالي مسله هم ورځ په ورځ راپورته کیږي.

د پنتاګون د مطبوعاتو مسول ګویف مورل بیا زیاتوي چې د اوسني مرور معنی دا نه ده چې اوسنۍ تګلاره ناکامه ده بلکې امریکايي مقامات پر دې غور کوي چې د نورو قواوو د لیږلو مخکي دا معلومه کړي چې دغه تګلاره دقیقه ده او که نه؟

هغه د ښاغلي ګیټس څرګندونو ته هم اشاره وکړه چې د ځینو سیاسي کارپوهان په شان یې ویلي وو چې یواځي هوايي بمبارئ او عملیات په افغانستان کې ماموریت نهشسي ګټلای.

جمهوري ریاست ته د رسېدو وروسته جمهور رئیس اوباما د امریکايي عسکرو شمیر د ۲۱ زرو عسکرو نه نږدې ۶۸ زرو عسکرو ته لوړ کړ.

په عین حال کې سیاسي کارپوهان په دې نظر دي چې جنرال مکریستل ښايي د نورو ۴۰ زرو یا زیاتو عسکرو غوښتنه وکړي ترڅو طالبانو او القاعده ترهګرو ته ماتې وکړي، افغان ملي امنیتي ځواکونه وروزي او د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي.

د بلي خواه مورل بیا وايي چې د ورستیو میاشتو تلفاتو ته په کتو سره د نورو قواوو سملاسي وراستول به یوه مشکله پریکړه وي. دغه کال تر دغه دمه پوري ۳۶۰ امریکايي عسکر په بیلابیلو پیښو کې وژل شوي دي چې د تیرو اتو کلونو د جکړې د پیل نه دغه شمیر ۲۵ په سلو کې تلفات تشکیلوي.

مورل وویل:

"د امریکا په حکومت کې د جمهور رئیس اوباما او د دفاع وزیر ګیټس نه پرته هیڅوک دومره د پریکړو اهمیت ته چې اوس پرې خبري کیږي او په راتلونکې کې به اعلان شي، زیات ارزښت نه ورکوي. د دفاع وزیر په دې پوهیږي چې دا ډیرې مهمې پرله پسې فیصلې دي چې جمهور رئیس اوباما به یې په راتلونکې کې نیسي. او ګیټس هڅه کوي چې هغه او جمهور رئیس اوباما کافي وخت ولري او په آرامه پر دې فکر وکړي چې افغانستان ته نور عسکر د جګړې دپاره ورواستوي او که نه؟"

مورل زیاته کړه چې دا په افغانستان کې د میشتو قواوو دپاره ډیره مهمه خبره ده چې جمهور رئیس اوباما یوه سمه تګلاره جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG