د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشران د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې


دنړۍ مشرانو د چارشنبی په ورځ په ملگرو ملتونو کی دعمومی غونډی په ترڅ کی دکورنیواونړیوالو مسایلوپه باب خبری وکړلی او خپلی اندیښنی یی څرگندی کړلی.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د چارشنبی په ورځ دملگرو ملتونو په عمومی غونډه کی وینا وکړله او دامریکا دخارجی پالیسی په برخه کی یی خپل تصور په خپله هراړخیزه وینا کی وړاندی کړ.

ښاغلی اوباما د ملتونو ترمنځ د گډی همکاری دیوی نوی دوری د پیللپاره غږ وکړ.هغه وویل چی امریکا په یوازی ځان دنړۍ ستونزی نشی حل کولی. هغه نور ملتونه دیته وهڅول چی په دغه بهیر کی د خپلی برخیمسولیتونو ته اوږه ورکړی.

براک اوباما په دی باب داسی وویل :

اشتباه ونکړئ، دایوازی دامریکا مسوولیت ندی. هغوکسانو چی امریکا په دی ملامتوله چی په دینا کی پهتنهایی باندی اقدام کوی؛ هغوی اوس نشی کولی چی کرار کینی او دیته انتظآر وکړی چی امریکا ورته دنړۍ ستونزی په یوازی ځان حل کړی. موږ په عمل اونظر کی له نړۍ سره دیوه نوی اومشترک دور اوپړاود پیل خواهشکړیدی.اواوس زموږ ټولو لپاره هغه وخت رارسیدلی دی چی خپل مسوولیتونه د نړیوالو ستونزو په مقابل کی دیوه نړیوال ځواب اواقدام لپاره سره شریک کړو.

هغه وویل چی امریکا به خپل ټول عسکر له عراق نهد ٢٠١١ کال تر پای پوری راوباسی. د افغانستان اوپاکستان ملاتړ تهبهددی لپارهادامه ورکړو چی له ترهگری سره جگړه وکړی. موږ به په منځنی ختیځ کی دسولی لپاره کاروکړو او همدارنگه به داټومی بم نه خلاصی اوازادی نړی لپاره هم کار وکړو.

په براک اوباما پسی سمدلاسهد لیبیا مشر معمر قذافی خبری وکړلی. که څه هم هغه دتیرو ۴٠ کلونو راهیسی د لیبیا مشر دی خو دادهغه اول ځل و چی دملگرو ملتونو عمومی غونډی ته یی وینا کوله. هغه یونیم ساعت وینا وکړله.

ښاغلی قذافی په خپله وینا کی په یو لړ پراخه مسایلوباندی بحث وکړ. خو هروختپه منظم ډول نه و. هغه له ځان سره دملگرو ملتونو یو منشور درلود او په دغهموسسه کی یید بی عدالتی او نابرابریپه بابښه په تونده لهجهانتقاد وکړ. خو هغه دافریقا لپاره دملگرو ملتونودامنیت په شوری کی دایمی چوکۍهم وغوښتله.هغهپه یوه پخوانی استعماری هیواد باندی غږ وکړ چی افریقایی هیوادونو ته$7.77 تریلیونه خساره ورکړی.

ښاغلی قذافیله طآلبانو نه دفاع وکړله، او د خنزیرانو د والگی په باب یی هم خپل نظر څرگند کړ.

قذافی په دی باب داسی وویل:

کیدلی شی چی دخنزیرانو د والگی ویروس دهغو ویروسونو له جملی نه وی چی په یوه لابراتوار کی جوړ شوی وی او له کنترول نه وتلی وی ځکه چی په اوله کی به هغه د نظامی مقاصدو لپارهدوسلی په توگه استعمالیده.

دروسیی جمهوررئیس میډویډیوف د جمهوررئیس براک اوباما دهغی پریکړی هرکلی وکړ چی د بش د وخت د توغندیو د نصبولو له پلان نه تیرشو. دا توغندی د یوه دفاعی سپر په توگه په ختیځه اوروپا کی نصبیدل.

د چین جمهوررئیس هو جنتاو خبرداری ورکړ چی نړۍ لا تراوسه پوری هم د اقتصادی شخړو تراغیزو لاندی ده او داقتصاد د بیا رغیدو مسله لا روښانه نده. د فرانسی جمهوررئیس په نړیوالو مالی نظامونو کی د پراخ بدلون غوښتنه وکړله.

دامریکا پر جمهوررئیس براک اوباماسر بیره دملگرو متلونو دامنیت شوری څلور نور و دایمی غړیو هیوادونو مشرانو وینا وکړله.

د برتانییصدر اعظم گورډن براون چی پوځ ییپه دی نیژدی وخت کیپه افغانستان کی ډیر تلفات لیدلی دی خپل تعهد یی ددغه هیواد په هکلهبیا تکرار کړ.

براون وویل: زه په دی عقیده یم چی خوندی افغانستان دخوندی نړۍ مانا لری. خو موږ یو به هم مصون اوخوندی ونه اوسو چی که موږ له دی هیواد نه مخ بلی خواته واړوو. او یا زموږ له گډ ماموریتاو عزم نه تیرشو.

ناټو او ملگری یی له استرالیا نه نیولی تر جاپان پوری اونور هیوادونه پکارده چید خپلی ستراتیژی د عملی کولولپاره په نویو لارو چارو موافقه وکړی. او زه په دی عقیده یم چی د

افغانستان پوځ، خلکو ، او پولیسو ته افغانی بڼه ورکول او دافغانانو نقش زیاتولبه ددی سبب شی چی د خپل امنیت دغټی برخی مسوولیت په غاړه واخلی.

پردی سر بیره د برازیل ، چلی، ار جنتایناو یوراگوی مشرانو هم خپلی ویناوی وکړلی. په ماښام کی د ایران جمهوررئیس محمود آحمدی نژاد ددین او بشریت په باب یوه اوږده وینا وکړله . هغه په دی برخه کی هم خپل نظر څرگند کړ چی ددنیا ستونزه څه دهپه دی کی هغهسرمایه داری او صهیونیزم او لیبرالیزم دنړۍ لپاره تر ټولو غټی ستونزی وبللی.د هغه وینا مهمه وه خو هغه د خپل هیواد د جنجالی اټومی پروگرام یادونه ونکړه.

XS
SM
MD
LG