وروسته له هغې چې طالبانو په حکومت پلوه قومي مشرانو حمله وکړه په دوام یې په شمال غربي قبایلي سیمه کې نن د وسله والې نښتې له امله لږترلږه شپاړس کسان ووژل شوو.
په بنو کې ددی نښتې په قربانیانو کې یوولس تنه قومي مشران او پاته نور یې وسله وال یاغیان وو.
د یاغیانو له لورې بریدونه تر هغه وروسته زیات شوو چې کله د اگست په میاشت کې د امریکا د بی پیلوټه الوتکې په هوایې بمبار کې د پاکستانی طالبانو مشر ووژل شو.
چارواکي وایې وژل شوي قومي مشران د سولې د جرگې د جوړولو په هدف د بنو جانی خیلو سیمې ته روان وو چې طالبانو پرې برید وکړ.