د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د افغانستان ماموریت ډیر مهم دی


د امریکا جمهور ریْس بارک اوباما پرون د جمعې په ورځ وویل چې په افغانستان کې زمونږ اساسي هدف دا دی چې د القاعده ترهګرو ځالې له مینځه یوسو ترڅو دوی بیا په دې ونتوانېږي چې د نړۍ پر خلکو برید وکړي.

ښاغلي اوباما چې د آمریکا د پېنسلوانیا د ایالت د پېتسبرګ په ښار کې د ۲۰ صعنتي ملکونو په غونډه کې خبري کولې وویل چې افغانستان او پاکستان زمونږ ددغه هدف دپاره ډیر اهمیت لري.

ښاغلي اوباما زیاته کړه چې په افغانستان کې د څو کلونو نارامۍ وروسته د ناټو متحدینو یو غښتلی تعهد کړی ترڅو دغه ماموریت پرمخ بوزي.

ښاغلي اوباما وویل چې د افغانستان په هکله چې کومه تګلاره هغه جمهوري ریاست ته د رسیدو وروسته جوړه کړه پر هغې تګلاره باندې مرور او ارزیابي اوس هم ادامه لري. ښاغلي اوباما خبرداری ورکړ چې د ستونزمنه او سخت مسلو دپاره هیڅکله بشپړ ځوابونه نسته.

په عین حال کې د جمعې په ورځ د آمریکا ستر نظامي افسر په افغانستان کې د ناټو او آمریکايي عسکرو د عمومي قوماندان نه د نورو قواوو مفصل وړاندیز ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG