د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو نوی مشر به د افغانستان د جگړی په باب وینا کوی


د رویټرز خبرې اژانس د لیکلې بیانیې پر اساس ویلي دي چې د ناټو تړون عمومي منشي ښاغلي انډرس فاغ رزمسن په افغانستان کې د ناټو سازمان د عسکرو د تعهداتو په اړه څرګندونې وکړې او د 9 زرو هغو غیرې امریکایي اضافي عسکرو ته یې هم اشاره وکړه چې په تیر یو نیم کال کې د افغانستان د جګړې لپاره دغه هیواد ته د دندې لپاره لیږل شویدي. هغه همدارنګه وویل پدې خبره پوهیږي چې په افغانستان کې د طالبانو سره د جګړې لپاره زیاتو امکاناتو ته اړتیا شته او هغه هم پداسې حال کې چې د عسکرو مرګ ژوبله مخ په زیاتیدو ده او عام خلک هم د افغانستان د جګړې ملاتړ نکوي.

د رویټرز خبري ادارې دا هم ویلي دي چې ښاغلي رزمسن به همدارنګه پخپلو خبرو کې امریکا ته خبرداری ورکړي چې د افغانستان په جګړه کې د کاناډا او اروپایې هیوادونو ونډې ته لږ ارزښت ورکول به د هغه په قول دا معنی ولري چې د افغانستان د ستونزې پیټي ته یوازې امریکا ملا تړلې ده.

تیره اونۍ د امریکا جمهور رییس ښاغلي اوباما د ملګروملتونو دعمومي اسامبلې غونډې ته پخپله وینا کې وویل چې امریکا په یوازې ځان نشي کولی د ټولې نړۍ ستونزې حل کاندي.

هغه همدارنګه د نړۍ په هیوادونو غږ وکړ چې پدې بهانه دې خپلې هڅې نه سپموي چې ګواکې امریکا د نړۍ د ستونزو د حل لپاره د ناټو د غړو هیوادونو سره سلامشورې نه کوي.

هالنډ او کاناډا لا د مخه د 2010 او 2011 میلادي کالونو لپاره د افغانستان څخه د خپلو عسکرو د رایستلو مهال ویش جوړ کړیدی. او له بلې خوا بیا ایټالیا ویلي دی چې په ټینګه غواړي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر کم کړي.

همدارنګه د تیرې یکشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د رایستلو مهال ویش او ستراتیژي رد کړه.

ښاغلي ګیټس زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د رایستلو ستراتیژي به یوه ستراتیژیکه اشتباه وي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې ماته خوړل به شوم عواقب ولري او هغه دا چې اسلامي افراطي ډلو او القاعدې ته به ذمینه مساعده شي تر څو د خپلو عملیاتو لپاره تازه خلک جذب کړي او وېروزي.

.

XS
SM
MD
LG