د لاس رسي وړ اتصالات

ایمن الظواهری د بیت الله محسود ستاینه کړیده


د امریکا د څارنې یوه اداره چې د اسلامي ویب سایټونو څارنه کوي د تیرې دوشنبې په ورځ خبر ورکړ ،داسې ښکاري دغه پیغام چې 28 دقیقې دی د ایمن الظواهري په غږ وي.

د دغه ګروپ په وینا پدغه پیغام کې د مصري الظوهري غږ دی چې د بیت الله محسود په اړه یې خبرې کړیدي. بیت الله محسود د تیرې میاشتې تر پایه پورې د پاکستاني طالبانو مشري په غاړه لرله.

امریکایي او پاکستاني چارواکو ویلي دي چې ګمان کیږي بیت الله محسود د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید که وژل شوی وي. د بیت الله محسود پر ځای اوس حکیم الله محسود د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شویدی چې ژمنه یې کړیده چې د امریکا څخه به د بیت الله محسود د وژلو غچ اخلي.

د القاعدې تروریستي شبکې د روانې میاشت په ترڅ کې د ګواښونو څو پیغامونه خپاره کړيدي. هغه ویډیوي پیغام چې تیره اونۍ خپور شو په جرمني کې د میشتو مسلمانانو څخه غوښتل شوي وو چې په جهاد کې دې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG