د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې پر خارجي عسکرو حمله شوې


ماموران وايي چې د خوست د ولایت د مندوزیو په ولسوالۍ کې نن د خارجی قواو په یوه کاروان باندې د موټر په وسیله برید وشو.

په دغه حمله کی یو سړی وژل شوی دی. په افغانستان کې د نړیوالو قواو ماموران وايي چې وژل شوی سړی د امریکا د پوځ یو عسکر و.

ناتو او امرېکايي قواوې کوښښ کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د ډیر سخت مقاومت مخه ونیسي.

طالبان د خارجي قواو او د افغانستان د پوځ د عسکرو په خلاف د خپلو حملو لپاره اکثرا د سړک په غاړه د بمونو د ښخولو او چولو نه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG