د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د سي آی اې د پټو بندیخانو اسناد به محرم وگڼل شي


د امریکا یوه فدرالي قاضي ویلي دي چې په سلګونو هغه اسناد چې په کښي د امریکا دباندې د سي آی ای یا د مرکزي استخباراتو د ادارې د پټو بندیخانو په هلکه چیري چې د مشکوکو ترهګرو نه تحقیقات کیده، او دغه راز د تحقیقاتو د سختو تکتیکونو په باب معلومات دي، هغه به د امریکا د حکومت د محرمو اسنادو په جمله کې وشمیرل سي.

د امریکا یوه فدرالي قاضي الوین کې هیلرشتاین د چارشبنې په ورځ د ترهګرو نه د سي آی ای د تحقیقاتو د مسلې جزیات او دغه راز د سي آی ای د هغو کارکونکو او قراردادیانو په باب چې په دغو تحقیات کې یې برخه اخیستی ده، د معلوماتو د خپرولو امکان رد کړ. خو هغه وویل چې د سي آی ای هغه قضاوت ردوي چې وايي په دې اړه ټول اسناد دي مخفي وساتل سي ترڅو د استخباراتو میتودونه او منابعې خوندي پاته سي.

په داسي حال کې چې د امریکا د مدني آزادۍ اتحادیې غوښته کړې وه چې ۵۸۰ هغه اسناد او ویډیوګانې دي خپرې سي چې په کښي سي آی ای د تحقیقاتو د سختو میتودونه نه کار اخیستلی دی. سي آی ای دغه ویډیوګانې په ۲۰۰۵ کال کې له مینځه یوړې.

د امریکا د مدني آزادۍ ټولنې ویلي دي چې د سي آی ای مخفي پروګرام چې په نتیجه کې یې مشکوک ترهګر شکنجه سوي دي او ځېنې یې د تحقیات پر مهال مړه سوي دي د امریکا او د نړیوالو قوانینو پر خلاف کار دی او باید د عامه خلګو د نظر نه پټ و نه ساتل سي.

دغه راز فدرالي قاضي ښآغلي هېلرشتاینر وویل دا چې د سي آی ای دغه اقدامات به قانوني یا غیر قانوي وي، هغه به په دې اړه فیصله ونکړي. هغه وویل چې دا دهغه دپاره یو سخته پرېکړه ده خو زیاته یې کړه چې د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې پېښې ته په کتو سره هغه به د سي آی ای قضاوت چې څه ډول خپل استخباراتي مسایل خوندي کوي تر پوښتنې لاندې را نه ولي.

د بلي خوا د سي آی ای ریْس لیان پنیتا د محکمې په یوه استماعیه غونډه کې ویلي وه چې ددغه راز معلوماتو افشا کول به کورنی امنیت د سخت ګواښ سره مخامخ کړي.

قاضي هېلر شتاینر وویل چې مخکي له دې چې محاکمه دایره وکړي ،څو اسناده یې ارزیابي کړل او په کښي یې داسي دوه اسناده پیدا کړل چې قسمي خپرېدای سي خو هغه حکومت ته دوې اونۍ وخت وکړ چې د دغو اسنادونو د قسمي خپرېدلو پر ضد دي خپل دلایل وړاندي کړي.

د بلي خوا د امریکا د مدني آزادۍ د ټولنې یوه وکیل دغه راز قضاوت مایوسونکی وباله او زیاته یې کړه چې د سي آی ای مخفي پروګرام چې په ترڅ کې یې د تحقیاتو د سختو لارو نه کار اخیستل کېده او په کښي مشکوک کسان شکنجه کېدل، منع اعلان سوی دی او داسي اسناد موجود دي چې جمهور ریْس اوباما دغه پروګرام تیر اپریل بند کړ.

الیکس داسي وویل: فدرالي قاضي د سي آی ای هغه پرېکړې رد کړې چې وايي هغه معلومات دي چې سي آی ای پخواه ورته معلومات نشر کړي دي، اوس دي د امریکا د محرمو اسنادو په توګه وساتل سي.مونږ فکر کوو چې د دغې قضیې تاریخ دا په ډاګه کوي چې سي آی ای په دوامداره توګه د ملي امنیت په بهانې هڅه کوي چې د حکومت د غیرقانوني فعالیتونو په هکله معلومات پټ وساتي.

په عین حال کې د امریکا د عدلیی وزارت وکیلانو چې د حکومت په دفاع یې استدلالونه کول، په دې اړه یې د نظر د ورکولو نه یې ډډه وکړه. د عدلیی وزارت اوس د سي آی ای په اړه پر یوې بل جنايي تحقیاتو کار کوي او په ۲۰۰۵ کال کی د تحقیقاتو د ویډیوګانو د له مینځه وړلو مسله څیړي.

XS
SM
MD
LG