د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي دیپلومات: ملا محمد عمر او اسامه بن لادن په کوټه کی دي


د متحده ایالاتو یو عالي رتبه دیپلومات وایي چې د القاعدې د ترورستي شبکې رهبر اسامه بن لادن ژوندی دﺉ او د طالبانو مشر ملا محمد عمر دواړه د پاکستان د کوټې په ښار کې چیرې پټ دي.

په اسلام آباد کې د متحده ایالاتو د سفارت شاژدافیر جرالډ فایر سټاین جنرالانو ته وویل چې متحده ایالات ټینګ باور لري چې اُسامه بن لادن د افغانستان سرحد ته نږدي د پاکستان د قبایلي سیمې نه ترورستي عملیات رهبري کوي.

د امریکا د سفارت شاژدافیر وویل چې امریکايي مقامات باور لري چې د کوټې نه د طالبانو د قوماندې او کنترول مرکز جوړ شویدی. هغه وویل چې جګړه ماران آزادانه افغانستان ته اوړي او هلته په امریکايي او افغاني قواوو باندې حملې کوي.

د پاکستان دکورنیو چارو وزیر رحمن ملک وايي چې د متحده ایالاتو دغه ادعاګانې مازي تخیلات دي.

رحمن ملک وايي: "موږ په ډانګ پیلي ورته ویلي دي چې جګړه ماران په کوټه کې نشته دي او که واقعاً دوي دغسې موثق معلومات لري نو موږ ته دې راکړي او موږ به فوراً اقدام وکړو".

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو دا ادعاګانې رد شویدي د پاکستان د خارجه وزارت نطاق عبدالباسط د کوتې په علاقه کې د بې پیلوته الوتکو د راکټونو د کزارونو په مقابل کې خبردارﺉ ورکړیدﺉ

عبدالباسط وايي: بلوچستان صوبه سرحد ندﺉ موږ د امریکايي مقاماتو سره په تماس کې یو او موږ پدې ارتباط خپله نګراني ورته بیان کړیده.

د امریکا بې پیلوته الوتکو د پاکستان په قبایلي علاقو کې حملې زیاتې کړیدي.

مقامات وايی چې د پاکستاني طالبانو د قوماندان بیت اله محسود به شمول د ياغیانو ډیر مشران پدې حملو کې وژل شویدي.

دا ویره پیدا شویده چې دغه ډول حملې به د کوټې پ شاوخواکې په هغو ځایونو وشي چې د طالبانو او القاعدې د پټیدو ګمان پرې کیږي.

XS
SM
MD
LG