د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کی ٥ امریکايي عسکر وژل شوي


په افغانستان کې د ناټو قواوو ویلي دي چې یاغیان په ورستیو حملو کې ۵ آمریکايي عسکر وژل سوي دي.

ناټو ویلي دي چې دوه آمریکايي عسکر پرون د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوب کې د بم په یوه حمله کې ووژل سول. په یوه جلا پېښه کې چې د افغانستان په ختیځ کې وسوه یو آمریکايي عسکر لومړۍ په یوه چاودنه کې ټپي او وروسته د خپلو ټپونونه مړ سو.

دغه راز ناټو ویلي دي چې په یوه بله حمله کې چې د افغانستان په ختیځ کې پر عسکرو وسوه، دوه آمریکايي عسکر په کښي وژل سوي دي.

د آمریکا او ناټو قواوې په دې ورستیو کې د طالبانو د سخت مقاومت سره مخامخ دي.

د تیرو اتو کلونو راهیسي کله چې د افغانستان جګړه پیل سوه، ۲۰۰۹ کال په افغانستان کې د خارجي قواوو دپاره ترټولو خونړۍ کال و.

XS
SM
MD
LG