د فلپین چارواکي وايي چې ددغه هیواد په شمالي ولایت کې یو زورور طوفان راغلی چې وني یې ماتي کړي، د برېښنا مزي او د ودانیو بامونه یې په هوا کړي دي.
چارواکي وايي چې د پارما په نامه طوفان ، د شنبې په ورځ د کګاین په ولایت کې سخت بارانونه اورولي دي.
تر دغه دمه د تلفاتو په هکله څه نه دي ویل سوي.
د مانیلا په ښار کې د څه مودې راهیسې د یوه بل ستر سیلاب د راتلو پیشبینيي سوې وه خو دغه سیلاب خپله مخه واړوله او د شمال پر خوا یې زور واخیستی او هلته یې طوفان رامینځ ته کړ.
یوه اونۍ مخکي د فیلیپین په پایتخت کې دومره سخت طوفان راغی چې په تیرو څو لسېزو کې تر ټولو سخت او زیات تلفات یې واړول.
جمهور ریْس ګلوریا ارویو په فیلیپن کې د فاجهې اعلان کړی دی او د ښپږو ولایتونو نه یې د خلګو د وتلو امر کړی دی.
داسي پېشبیني سوې ده چې د پارما په نامه دغه طوفان به چې ۲۰۰ کیلومتر په ساعت سرعت لري ډیر سخت بارانونه واوروي او د فلیپین په شمال کې به زوروز سیلاونه راولي.