د امریکا د ملی امنیت مشاور جیم جونز وایی چی د دی خطر نه دی موجود چی افغانستان د طالبانو په لاس کی ولویږی.
ښاغلی جونز دا خبری نن د CNN د ټلویزیونی شبکی سره په مرکی کی وکړی.
د ملی امنیت مشاور وویل چی په افغانستان کی حالات پیچلی دی او یوازی د عسکرو په زیاتیدو باندی موضؤع نه حل کیږی.
هغه وویل چی د امنیت ښه والی ،اقتصادی پرمختگ او د ښه حکومت داری چاری باید په یوه وخت کی پرمخ ولاړی شی.
د آگست د شلمی نیټی د جنجالی انتخاباتو په اړه هغه وویل چی دا ډیره مهمه خبره ده چی افغانان دا ومنلی شی چی د هغوی جمهور ریس په مشروع ډول انتخاب شوی دی.
خو د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د پروگرام امریکایی چارواکی چی تیره اونی د خپلی وظیفی نه گوښه کړی شو ویلی چی هغه په وار وار له دی نه منع شوی چی په انتخاباتو کی د جعل کاری خبری مطرح نکړی.
پیتر گالبریت نن په واشنگټن پوست کی لیکلی چی انتخابات یوه قصدی فاجعه وه.
گال بریت وایی چی هغه ته د جولای په میاشت کی پته ولگیده چی د اوه زره انتخاباتی حوزو لږترلږه ١٥٠٠ په داسی بی امنه سیمو کی وی چی د انتخاباتو افغان مامورین او امنیتی قواووی هلته هیڅ وخت نه وی ورغلی.
هغه زیاته کړی چی په همدی ځایونو کی په سل گونو زره رایی د جمهور ریس کرزی لپاره حساب شوی دی.