د لاس رسي وړ اتصالات

داېساف او افغان قواو په گډه مشکوک افراطېان توقېف کړېدی


د ناټو مامورین وایي چې افغان او نړیوالو قواوو د دوشنبې په ورځ په دریو جلا عملیاتو کې یو شمیر مشکوک جنګیالي نیولي دي.

په افغانستان کې د آیساف قواوو په ېوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې هغوی دغه تصفیوي عملیات، د وردګو د سېد اباد په اولسوالی کې وکړل ، دخوست د ښار په شمال ختېځه برخه کې او همدارنگه د کندهار په لوېدېزه برخه کې ېې هم عملېات ترسره کړیدي.

له بل پلوه، افغان او نړیوالو قواوو د تیرې یکشنبې په ورځ د ګیلان په سېمه کې هم تصفیوي عملیات اجرا کړیدي. د ناټو قواوو ویلي دي چې پدغو عملیاتو کې ملکي کسانو ته کوم زیان ندی اوښتی. مګر د ایتلافي قواوو دوه تنه امریکايي عسکر د تیرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د افغانستان په جنوب کې وژل شویدي. داېتلاف ېو عسکر له هغو زخمونو نه مړشوېدی چې ددوشنبی په ورځ ېې دبم په چاودنه کې خوړلی وو.

پردی سر بېره دامرېکا نهه تنه عسکر او لږ تر لږه دوه افغان عسکر په دوه جلا حملو کې دافغانستان په ختېځو سېموکې د شنبی په ورځ ووژل شول

XS
SM
MD
LG