د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو کمیسون  شکمنی رایی بیا د  سره شماری


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي وایي د هغوي کارکوونکي اوس د اګست د میاشتې د جموری ریاست د انتخاباتو د شکمنو رایو صندقونه د سره شماري او وروستی ګټونکی به د راتلونکې اوونۍ په پای کې اعلان کړي.

د اګست د میاشتې په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه زیات دي. خو د انتخاباتو خپلواک ناظرین بیا وایي چې د ټولو رایو دریمه برخه دوي ته شکمنه ده. د رایو غیر رسمي شمیرو ښودلې ده چې برحاله جمهور رییس په انتخباتو کې 54 په سلو کې رایې ګټلي دي او هغه د انتخاباتو ګټونکی دی. خو که چیرته د هغه فیصدي تر 50 راټیټه شي نو د خپل نږدې انتخاباتي سیال ډاکټر عبدالله عبدالله سره به دوهم ځلي انتخابات کوي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواک کمیسون مرستیال خبریالانو ته وویل چې د رایو بیا شمیرنه به په څو راتلونکو ورځو کې بشپړ شي او وروستۍ نتیجې به د راتلونکې اوونۍ په پای کې اعلان شي.

د اګست د میاشتې د انتخاباتو د رایو جنجالي بیا شمیرنه پداسې وخت کې ترسره کیږي چې هاخوا امریکا د افغانستان لپاره پخپله ستراتیژۍ د سره غور کوي.

د تیرې شنبې راپدیخوا د امریکا 10 تنه عسکر د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې وژل شویدي. اته تنه یې د نورستان په ولایت کې هغه وخت ووژل شول چې په سلګونه تنو جنګیالیو د هغوی په دوه پوستو برید وکړ. دا په تیرو څو میاشتو کې په امریکایي عسکرو تر ټولو خونړی برید وو.

همدارنګه د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د دیره ناټو قواوو ویلي دي چې افغان او نړیوالو قواوو په دریو بیلابیلو عملیاتو کې یو شمیر شکمن کسان نیولي دي.

نړیوالو قواوو ویلي دي چې دغه کسان یې د خوست په ښار کې ، د کندهار د ښار په لویديځ او د وردګو د ولایت د سیدآباد په ولسوالۍ کې د یو شمیر کورنو د لټولو وروسته نیولي دي.

همدارنګه افغان او نړیوالو قواوو د تیرې یکشنبې په ورځ د ګیلان او د وردګو د سیدآباد په ولسوالیو کې دوه تصفیوي عملیات اجرا کړیدي. ناټو قواوو ویلي دي چې پدغو عملیاتو کې ملکي کسانو ته کوم زیان ندی اوښتی.

XS
SM
MD
LG