د لاس رسي وړ اتصالات

عراق ځان مرگی حمله کی ٦ مړه او ١٥ ژوبل شوی 


په عراق کې پولیس وایي چې یوه ځانمرګي برید کوونکي د عراق په لویدیځ کې خپل چاودیدونکي مواد وچاودل چې له امله یې 6 تنه مړه او 15 تنه نور ټپیان شول.

دا پیښه د عراق په حدیثه ښار کې وشوه چې یو وخت د یاغیانو مرکز وو. مګر پدغه ښار کې تشدد هغه وخت را کم شو کله چې په سیمه کې میشتو سوني قومونو په 2006 میلادي کال کې د امریکایی قواوو سره یو ځای د القاعده شبکې په وړاندې د جګړې اعلان وکړ.

له بلې خوا بیا د القاعده شبکې دوهم نمبر مشر ایمن الظواهری یوه ویډیو خپره کړیده چې په غربي هیوادونو باندې د نورو بریدونو ګواښ یې کړیدی. الظواهري دغه ویډیو د القاعده شبکي غړي ابن الشیخ ال لیبي ته ډالۍ کړیده چې ګمان کیږي تیر کال د لیبیا په یوه زندان کې مړ شوی وي.

لیبي په 2001 میلادي کال کې امریکا پدې تو ونیوه چې په افغانستان کې یې د القاعده شبکې د روزنې یو مرکز پر مخ بوه.

د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې وروسته بیا هغه مصر ته ولیږه چې رپوټونو له مخه لیبي هلته شکنجه شوی هم وو او هغوي ته یې غلط معلومات ورکړي وو چې د صدام حسین تر واکمنې پر وخت عراق القاعده شبکې ته وسلې برابروي او رزونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG