د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند او نورستان کې افغان عسکر او طالبان وژل شوي


دافغانستان ددفاع وزارت وایی چی دهیواد په جنوب او ختیځ کی لس افغان عسکر او ترسلو نه زیات طالبان په جگړو کی وژل شویدی. د وزارت خبر لیک د سه شنبی په ورځ وایی چی په تیرو ٢۴ساعتونو کی دهیلمند په جنوبی برخه او د نورستان دولایت په دوه جلا جگړو کی، دا عسکر وژل شویدی.

رپوټ وایی چی عسکرو او یاغیانو په دی میاشت کی په ختیځ ولایت کی په کلیوالی سمیوکی څو څو ځلی نښتی کړیدی. دامریکا اته تنه عسکر په نورستان کی د شنبی په ورځ هغه وخت ووژل شول چی په سوونو یاغیانو په دوه نظامی حملو باندی سختی ناڅاپی حملی وکړلی. په دی میاشت کی دادامریکا پرقواو ډیره خونړۍ حمله وه. دناټو او افغانستان عسکر په هغو غرونو او ځنگلونو کی په هغو یاغیانو پسی گرځی چی دا حملی اومرگ ژوبلی یی پیل کړی.

د سه شنبی په ورځ د برتانیی ددفاع وزارت وویل چی په یوه چاودنه کی د برتانیی یوعسکر په هلمند کی د گزمی په وخت کی ووژل شو. ددی عسکر له مرگ سره د برتانیی دعسکرو شمیر چی دافغانستان په جگړو کی وژل شویدی ٢٢٠ ته رسیږی.

ددوشنبی په ورځ دناټو چارواکیو په افغانستان کی وویل چی افغان اونړیوالی قواویو شمیر مشکوک افرا‍طیان په دری جلا عملیاتوکی نیولی دی. د ایساف قواو دغه مشکوک کسان وروسته له هغه نه ونیول چی د خوست په ښار کی یی په شمال ختیځه برخه کی یوڅه ودانی ولټولی. د کندهار په لویدیزه برخه کی او د سید اباد په اولسوالی کی هم له تالاشی نه وروسته، مشکوک کسان ونیول شول.

دافغانستان او ایساف گډو قواو د غزنی دگیلان په اولسوالی کی او د وردگو د سید اباد په اولسوالی کی هم دیکشنبی په ورځ په جلا تالاشیو کی جلا عملیات ترسره کړل. ناټو وایی چی په دغو عملیاتوکی کوم ملکی افغان ندی وژل شوی.

XS
SM
MD
LG