د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کی پر یوه بس راکټ لگیدلی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چه نن دغزنی په ولایت د طالبانو له خوا د مسافرو په یو سرویس موټر باندی برید وشو.دوه کسان مړه او پنځه ویشت کسان په دغه حمله کی زخمیان شوی دی.

دحکومت ماموران وایی چه سریس موټر دکابل په جنوب لویدیز کی دکابل غزنی په لویه لار باندی روان ؤ چه دراکټ برید پری وشو.

د کورنیو چارو دوزارت مامورانو نن اسوسیټید پریس خبری اژانس ته وویل داسی ښکاری چه طالبانو غوښتل د پولیسو یوه نژدی څوکئ په نښه کړی خو راکټ یی خپل هدف ته ونه ریسیده او دمسافر موټر ولگیده.

نن په افغانستان کی دطالبانو په خلاف دجنگ دشروع کیدو اتمه کلیزه ده.

طالبان دافغان او خارجی قواو په خلاف اکثرا په خپلو حملو کی د سړک په غاړه دبمونو د ښخولو او ځان وژونکو حملو نه ډیره استفاده کوی. سږکال دجنگ دشدت په وجه تلفات هم ډیر لوړ شوی دی .

دافغانستان د فاع وزارت پرون اعلان وکړ چه په هلمند او نورستان کی دنظامی عملیاتو په دوران کی سل تنه طالبان او لس تنه افغان عسکر وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG