د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د هند سفارت مخې ته د موټر بم چاودنه شوې 


افغان چارواکي وايي چې نن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په پایتخت کابل کې د موټر بم په یوې چاودنه کې ۱۳ تنه وژل سوي او د اتیاوونه ډیر خلګ ټپیان سوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دغه چاودنه کې چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت پر سړک د هند سفارت ته نېږدې سوې ده، یو د پولیسو افسر او یوولس تنه نور ملکیان وژل سوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې دغې چاودنې د شاوخوا کورونو او دوکانونو د کړکیو هیندارې ماتي کړې او په فضا کې یې لوګي او دودونه خپاره کړل.

یاغي طالبانو ددغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې هدف یې په افغانستان کې د هند سفارت و.

د هند د باندنیو چارو د وزارت سکرټرې، میرمن نیروپاما راو ويلي دي چې د دغې چاودنې هدف په افغانستان کې د هند سفارت و، ځکه چې حمله کونکي خپل موټر د هند د سفارت دیوال ته نېږدې انفجار وچاوه. هغې وویل چې دغې چاودنې د هند د سفارت درې ساتونکي هم ټپیان کړي دي خو د هند د سفارت کارکونکي په دغه چاودنه کې نه دي وژل سوي.

پروسږ کال په ورته حمله کې یوه ځانمرګي خپل موتړ چې انفجاري مواد په کښي ځای پر ځای سوي وه، د هند سفارت ته نېږدې وچاود او په نتیجه کې یې ۶۰ تنه ووژل سول. دغه حمله د ۲۰۰۱ کال را په دیخوا چې د یاغیانو پرضد جګړه پیل سوه، تر ټولو خونړۍ حمله وه.

ددغې حملې وروسته د هند سفارت ته غځیدلی سړک د عامه ترافیک دپاره بنده سوه.

په دې ورستیو میاشتو کې په کابل کې څو حملې سوي دي چې هدف یې زیاتره نړیوالې نظامي قواوې او د افغانستان د حکومت بنسټونه وو خو په دغو حملو کې زیات شمیر ملکیان هم وژل سوي او ټپیان سوي دي.

د بلي خوا په افغانستان کې نړیوالو قواوو ویلي دي چې افغان او نړیوالو قواوو د پنجشنبې په ورځ د زابل په ولایت کې د حکومت ضد یو وسله وال کس وژلی دی. دغو قواوو په یوې خپرې سوي خبرپاڼه کې ویلي دي چې دوی څو نور مشکوک یاغیان د زابل اوکندهار په ولایتونو کې نیولي دي.

له بل پلوه، په یوې بلې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان او نړیوالو ځواکونو د لوګر په ولایت کې د شپې دخوا د طالبانو پر ضد په عملیاتو کې څو یاغیان وژلي دي.

خبرپاڼه وايي چې قواوو د سیمه د خلګو نه وغوښتل چې د سمیې نه ووځي او څو تنه ښځې او ماشومان د سیمې نه پرته له کومه خطر خوندي ووتل. قواوو په سیمه کې یو ټپي ماشوم پیدا کړ چې د جګړې په نتیجه کې ټپي سوی و او هغه یې په چټکه یوه نېږدې روغتون ته ورساوه خو وروسته هغه په روغتون کې د خپلو ټپونو نه مړ سو.

د نړیوالو قواوو یوه ویاند د یادسوي ماشوم په مړېنه ژور خپګان څرګند کړی او ژمنه یې کړې چې هڅه به کوي چې په سیمه کې به افغان ملکیان او نظاميان خوندي کوي.

XS
SM
MD
LG