د لاس رسي وړ اتصالات

جرمنۍ لیکوالې سږنۍ نوبل جایزه وگټله


په ادبیاتو کې د ۲۰۰۹ کال د نوبل جایزه یوې جرمنۍ لیکوالې هیرتا میولر ته چې په رمانیا کې زېږدلې، ورکړل شوېده.

د سویدن اکاډمۍ چې دغه جاېزه ورکوي پرون یې دا فیصله د هغې د لوړو اشعارو او آثارو له کبله وکړه.

هغې ته دا جایزه د هغې د دوو اثرو د لیکول په وجه چې د رومانیا په یوه ښارګوټي کې چې خلګ یې جرمني وايي، ژوند تمثیلوي، ورکول کېږي

د میولر کورنۍ د روماینا د جرمني ژبي اقلیت څخه وه او پلار یې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني په قواوو کې شامل شو.

د ورمانیې پخواني کمونست رژیم د هیرتا میولیر مور د ۱۹۴۵ کال نه وروسته په شوري اتحاد کې د شاقه کارونو یو کمپ ته واستوله.

میولر او د هغې مېړه په ۱۹۸۷ کال کې د ورمانیې نه جرمني ته مهاجرت وکړ.

میولر ته به ۱،۴ میلونه ډالر انعام او یوه ډیپلومه ورکړل سي او بلنه به ورکړل سي چې د دیسمبر د میاشتې په لسمه دخپلې جایزې د اخیستلو د پاره د سویدن پایتخت سټاکولم ته ورشي.

XS
SM
MD
LG