د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو سرمنشي د افغانستان لپاره د مرستې غوښتنه وکړه


د ناټو د تړون عمومي منشي اندرس فا راسموسن د اروپايي ملکونو نه غوښتنه کړې ده چې د افغانستان په جګړه کی دي زیاته مرسته وکړي.

ښاغلي راسموسن په داسي حال کې د چارشنبې په ورځ دغه غوښتنه وکړه چې د جمهور رئیس اوباما حکومت په افغانستان کی د امریکايي او ناټو د قواوو د عمومي قواماندان جنرال مکرستل پر غوښتنه چې وايي افغانستان ته دي نور عسکر ولیږل شي، غور کوي.

اوس مهال په افغانستان کې د جنرال مکریستل تر قومانده لاندې ۱۰۰ زره نړیوالې قواوې موجودی دي. په داسي حال کې چې په افغانستان کی تشدد او تاوتریخوالی زیاتیږي، داسي تمه کیږي چی جنرال مکریستل به د۴۰ زرو نورو آمریکايي عسکرو غوښتنه وکړي. د ۲۰۰۱ کال را په دیخوا، ۲۰۰۹ ام کال په افغانستان کې د بهرني قواوو دپاره تر ټولو خونړۍ کال و.

په داسي حال کې چې آمریکا په افغانستان کې پر خپلې تګلارې باندې غور کوي، د ناټو عمومي منشي د ناټو پر غړیو هیوادونو غږ کړی دی چې د افغانستان په ماموریت کې دي لازیاته ونډه واخلي.

ښاغلي راسموسن داسي وویل: "د افغانستان په ماموریت کې د آمریکا د هڅو او د ناټو د نوړو غړو د هلو ځلو ترمینځ باید توازن موجود وي".

د ناټو عمومي منشي راسموسن خبرداری ورکړ چې که چیري د ناټو غړي هیوادونه افغانستان ته نور عسکر او منابعې وروانستوي نو دغه کار به د شمالي اتلانتیک د تړون یعنی د ناټو غړیو ملکونو ترمینځ اړیکو ته صدمه ورسوي.

د ناټو منشي ښاغلي راسموسن داسي وویل: "آمریکا باید په دې پوه سي چې په ډیرو سختو شیبو کې به د ناټو تړون یوموټی سي او یوځای به خپل ماموریت پای ته ورسوي".

د اروپايي اتحاد زیات شمیر غړي هیوادونه په افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت د ادامې سره موافق نه دي.

د ناټو عمومي منشي ښاغلیْ راسموسن دې ته متعهد دی چې د افغانستان ماموریت باید کامیابه سي. دغه راز هغه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پر روزنې او تجهېزولو باندې هم ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه چې دا ډیره مایوسونکی خبره ده چې اروپايي اتحاد لاتر اوسه په افغانستان کې د پولیسو د روزنې ټول ماموریت نه دی تکمیل کړی او منابعې یې نه دي ورته برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG