نن د شنبې په ورځ په پاکستان کې د جیو او سما په نامه د دوو تلویزوني چینلونو نشرات چې د حکومت پر فعالیتونو یې انتقادونه کول، بند سول.
دغو دواړو چینلونو داسي پیغامونه ښودلي چې په کښي ویل سوي د پاکستان د نشراتو د کنټرول ادارې په موقته ډول د دوو تلویزوني چینلونو نشرات بند کړي دي.