د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی کوماندو دپوځ د مرکزی اداری محاصره ماته کړه


د پوځ یوه نطاق اطهر عباس خبریالانو ته وویل چی د ژغورنی په دی عملیاتو کی دری تنه یرغمل ،څلور یاغیان او دوه عسکر ووژل شول.

یو بل زخمی شوی یاغی ونیول شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیری هیلری کلینټن نن وویل ، که څه هم په پاکستان کی د یاغیانو گواښ موجود دی ،خو داسی بیلگی نشته چی گواکی یاغیان د دی ملک واگی په لاس کی اخلی.

هغی وویل چی امریکا په دی اطمینان لری چی پاکستان په خپلو اټومی وسلو کنټرول لری.

د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر دوید میلی بند چی د هیلری کلینټن سره په لندن کی ملاقات کوی په یوه خبری کنفرانس کی وویل چی د پاکستان د اټومی وسلو تاسیساتو ته د متوجه خطر پټ او برالا شواهد نه دی ښودل شوی.

XS
SM
MD
LG