د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی سیاستمدار افغانستان ته د نورو عسکرو لیږلو مخالفت کړیدی


د امریکا د پارلمان یو مهم غړی وایی چی د افغانستان لپاره د بهتره ستراتیژی جوړول د نورو عسکرو د لیږلو نه ډیره مهمه ده.

د متحده ایالاتو د مشرانو د جرگی د وسله والو خدماتو د جرگه گی ریس مارل لیفون وایی چی هغه د دی طرفدار نه دی چی د جنرال ستینلی مکریستل په غوښتنه افغانستان ته نور عسکر ولیږی.،خو جمهوری غوښتنوکی وایی چی په افغانستان کی د نورو عسکرو د موجودیت نه پرته د افغانستان د حکومت چاری نشی بهتره کیدای.

مک کریستل خبرداری ورکړی چی که امریکا نور عسکر وانستوی ،په افغانستان کی به د طالبانو په مقابل جنگ بایلوی.

اوس د دی خبری نهایی فیصله د جمهور ریس اوباما په لاس کی ده.

ناتایید شوی رپوټونه وایی چی مک کریستل د څلویښت زره نورو عسکرو غوښتنه کړی ده.

XS
SM
MD
LG