د لاس رسي وړ اتصالات

هېلری کلنټن واېې له حآمد کرزي سره نوې اړېکی پکار دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن ویلي دي که چیرته برحاله جمهور رییس حامد کرزی د دوهم ځل لپاره د افغانستان جمهور رییس وټاکل شي نو امریکا به پدې کار وکړي چې د هغه سره خپلې اړیکې نوې کړي.

دوشنبې په ورځ میرمن کلنټن بی بي سي سره په مرکه کې وویل چې جمهور رییس حامد کرزي په ډیرو برخو کې مرسته او همکاري کړیده خو هغې په واضح ډول وویل چې امریکا د هغه نه د لا زیاتې همکارۍ او مرستې تمه لري.

میرمن کلنټن وویل چې د اګست د میاشتې تر انتخاباتو وروسته ، د افغانستان وضع ډیره پیچلې ده. پدغو انتخاباتو کې زیاتې درغلۍ شوېدي چې اکثره یې د برحاله جمهور رییس حامد کرزی ملاتړو ته منسوب شوی دي.

په افغانستان کې د ملګرملتونو خاص استازي کاي آیډي د یکشنې په ورځ په لومړي ځل دا ومنله چې د اګست د میاشتې په جنجالي انتخاباتو کې په زیاته پیمانه درغلۍ شویدي.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو کمیسون اوس د مشکوکو رایو څیړنه کوي او په راتلونکې اوونۍ کې به خپل رپوټ وړاندې کړي.

د شکایتونو د کمیسون یوه غړي مصطفی بارکزي د دوشنبې په ورځ د دندې نه استعفی ورکړه، هغه وایي دا کار یې ځکه وکړ چې د دغه کمیسون په چارو کې د بهرنیو نفوذ زښت ډېر دی.

د اروپایي ټولنې ناظرین وایي چې د ټولو رایو څخه په 30 فیصدو رایو کې درغلي شویده.

XS
SM
MD
LG