د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: نور امریکايي عسکر دې هرکله راشي


دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وایی چی دی امریکا نوروعسکرو ته په خپل هیواد کی هرکلی وایی.

هغه د سه شنبی په ورځ د امریکا د اې.بي.سي له تلویزیون سره په مرکه کی وویل چی دی له هغورپوټونو نه خبر دی چی وایی دافغانستان لپاره دامریکا جگپوړه قوماندان جنرال ستانلی مکریستل به ۴٠ زره نور عسکر وغواړی چی د طالبان له بغاوت سره جگړه وکړی.

دافغانستان جمهوررئیس له دینه ډډه وکړه چی دا ووایی چی په هیواد کی یی څومره نړیوالو قواو ته ضرورت دی. هغه وویل چی پکارده داسی فیصلی مسلکی خلکو ته پریښودل شی. ښاغلی کرزی زیاته کړه چی دهغه اساسی اندیښنه د افغانستان دخلکو ساتنه او ترهگری ته شکست ورکول دی.

رپوټ وایی چی داوباما اداره په افغانستان کی په خپله ستراتیژی نوی کتنه کوی او په دی غورکوی چی ایا نوره تازه دم عسکر افغانستان ته ولیږی او که نه چی امنیت انکشاف وکړی او دافغانستان د عسکرو روزنه په چټکی سره پر مخ ولاړه شی. اوس په افغانستان کی دامریکا ٦٥ زره عسکر پراته دی او اوسنی پلان دادی چی دکال تراخره پوری به ٦٨ زرو ته ورسیږی.

دامریکا یوه معتبره ورځپاڼه لیکی چی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما دافغانستان لپاره ١٣ زره غیر محآرب عسکر منظور کړیدی چی دغه هیوادته ولیږل شی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼی نن د سه شنبی په ورځ رپوټ ورکړیدی چی دامریکا ددفاع وزارت پنټگان ١٣ زره غیر محارب عسکر منظور کړیدی چی افغانستان ته ولیږل شی. رپوټ لیکی چی داعسکر پر هغو ٢١ زرو محاربو عسکرو سر بیره دی چی براک اوباما د مارچ په میاشت کی منظور کړی وو.

چارواکی وایی چی په غیر محآرب عسکرو کی انجنیران، طبی پرسونل، او داستخباراتو ماهران شامل دی.

د پنټاگان چارواکی وایی چی د غیرمحآرب عسکرو زیاتوالی باید د اریانتیا وړنه وی. دامریکا د جمهوری ریاست اداری معمولا دعسکرو دغټ شمیر منظؤرولو او لیږلو په باب تبلیغا ت ه کوی.

د مثال په توگه دامریکا پخوانی جمهوررئیس جورج بش یوازی هغه وخت خبری وکړلی چی شل زره تازه دم عسکر یی عراق ته ولیږل خو هغه د اتو زرو غیر محآرب عسکرو په باب چی له هغوی سره به عراق ته ولاړ شی څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG