د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د شکایتونو د کمیسیون په اړه اندیښنه وښودله


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي، د انتخاباتو د تحقیق لپاره د جوړ شوي کمیسیون په باب چی د اگست د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د تقلب د رپوټونو تحقیقات کوي، اندیښنه ښودلې ده.

ملگري ملتونه ددغه کمیسیون ملاتړکوي.

ښاغلی کرزی د امریکا داې.بي.سي تلویزیون سره په مرکه کی وویل انتخابات منصفانه وو که څه هم د بې قاعدگی یو څه رپوټونه پکی موجود وو.

ښاغلي کرزی دانتخاباتو په لومړنیو نتایجو کی تر نورو کاندیدانو مخکې دی. رپوټ وايي چې په انتخاباتو کې د تقلب د کیدو زیات تورونه لگیدلي دي.

د انتخاباتو د شکایاتو په کومیسیون کی د دوه افغانانو له جملی نه یوه افغان غړي مصطفی بارکزي د دوشنبی په ورځ استعفا وکړه.

هغه د خپلې استفعا په وخت کی ویلی وو چی خارجیان په مهمو فیصلوکې زښت ډیر واک او اختېارلري. جمهور رئیس کرزي ویلی دي چی د کمیسیون د غړی استعفې ددغه کومېسېون د اعتبار په برخه کې شک را پیدا کوي.

په عین حال کی جاپان اعلان کړی دی چې دوی به هغه ماموریت پای ته ورسوی چې د امریکا سمندري قوې ته چې د افغانستان له ماموریت سره مرسته کوي، تیل برابروي.

ناټو وايي چی افغان او نړیوالو قواوو ویلي دي چې دوی د افغانستان په جنوبي او ختیځو سیمو کې په دریو جلا عملیاتو کې د دوشنبی د ورځې راهیسې مشکوک یاغیان وژلي او یو شمېر نور نیولي دي.

د سولی د نړېوالو قواو یو خبر لیک وايي چې عسکرو یې د تالاشی د عملیاتو په وخت کې د زابل، کندهار، او وردگو په ولاېت کې څو تنه وژلی ، او توقیف کړیدی. خبرلیک وايي چی یو ملکی سړی هم په دغو عملیاتو کې ندی وژل شوی.

XS
SM
MD
LG