د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي وزیرستان کې بمباري ادامه لري 


د پاکستان د استخباراتو ماموران وايي چې د پاکستان د هوايي قواووجیټ الوتکو د افغانستان د سرحدپه اوږدو کید طالبانو مرکزونه بمبار کړي دي او کم تر کمه نهه کسان یې وژلي دي.

پاکستاني مامورانو نن وویلپه داسې حال کې چې د پاکستان د پوځ ځمکنۍ قواوې په سیمه کې د طالبانو په خلافد یو لړ پراخوځمکنیو نظامي عملیاتو لپاره ځان چمتو کوي، د هوايي قواوو جنگي الوتکو یې په جنوبي وزیر ستان کې د طالبانو پټ مرکزونه په نښه کړل او بمباري یې پرې وکړه.

د څو هفتو په دوران کې پاکستاني الوتکو په جنوبي وزیرستان کې د طالبانوپه خلاف خپلې حملې گړندئ کړي دي.

د سه شنبې په ورځ یې د جنوبی وزیرستان په مکین، لډه او نوازکوټ نومې سیمو باندې د هوايي بمباریو په دوران کی تقریبا دوه کسان ووژل.

دا هوايي حملې وروسته د هغې شروع شوې چې تقریبا سل کسان په تیره هفته کېد طالبانو په ځان وژنکو حملو کې ووژل شول.

په سوات کې یو څلویښت کسان د یکشنبی په ورځ هغه وخت ولگیدل او مړه شول چې د پاکستان د پوځ په یوه قطار باندې ځان وژنکې حمله وشوه.

په اسلام آباد او پیښور کې هم په څو حملو کې گڼ شمیر خلک ووژل شول.

XS
SM
MD
LG