د لاس رسي وړ اتصالات

جواد له امریکا نه روښانه ستراتیژي وغوښته


په امریکا کې د افغانستان سفیر د اوبا ما له حکومت نه غو ښتې چې د افغانستان په باره کې د یاغیانو په ضد روښانه ستراتیژی و ټاکی او افغانستان ته دې نورعسکر ولیږی.

د افغانستان سفیر سید طیب جواد وايي چې افغانستان ته د نورو امریکایی عسکرود لیږلو هدف به دا وي چې امریکا غواړی په افغانستان کې د طا لبانو د قوي کیدو مخه ونیسی.

جواد وايي: «په افغانستان کې په کار دی چې نور افغانی امنیتی قواوې وروزل شی اوس د افغانستان او بین المللی قواوې ددې جوگه نه دی چې د اوسنۍ وضعې مقابله وکړی. دې کې شک نشته چې مونږ زیاتو قواوو ته ضرورت لرو. افغانان غواړی چې ترورزم او افراطیت مغلوب شي. افغانان نه غواړی چې هغوی پخپلو چارو کې ناکامه شی

جمهوررئیس اوباما له خپلو مشاورینو سره په دې غور کوي چې په افغانستان کې څه وکړي.

اوس په افغانستان کې پنځه شپیته زره امریکايي عسکر شته چې د روان کال تر پایه به اته شپیته زرو ته ورسیږي.

په افغانستان کې د امریکایی قواوو قوماندان جنرال مک کرسټل وايي چې افغانستان ته دی نور څلویښت زره عسکر ولیږل شي.

خو د جمهور رئیس اوباما یو شمیر مشاورین بیا وايي چې دوی گمان نه کوی دومره عسکر به طالبان مغلوبه کړي.

د جورج ټاون د پوهنتون استاده کرستین فیر چې د امنیت د چارو ماهره ده وایی چی افغانستان ته د نوروعسکرو لیږل به د اوباما له ادارې سره زیاته مرسته ونه کړی.

فیر وایی: «که مونږ افغانستان ته یو لک یا درې لکه عسکر هم ولیږو دا به څه گټه ونه کړي که په کابل کې یو سم حکومت نه وي

د افغانستان په حکومت دا تور لگیدلی چې هلته مامورین په رشوت ککړ دي او ځینی مامورین یی د مخدره موادو په قاچاق کی هم لاس لري.

همدا راز د جمهوري ریاست په روستیو انتخاباتو کې هم زیاته ټگي برگي شوې ده.

سفیر جواد وایی چې په انتخاباتو کې ټگی شوېده خو دا انتخابات د طالبانو د فشار لاندې د جنگ په وخت کې شوې دي . خو دی دا خبره نه منی چې له خارجی مرستو نه په سیستماتیک ډول غلا شوې ده. جواد وایی:«په افغانستان کې رشوت د لارو په سر د پولیسان له خوا او د نورو ادارو له خوا اخیستل کیږی نه دا چې د خارجی مرستو نه چې افغانستان ته راځي غلا شوې وي »

طالبانو د هغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی چې په کابل کې د هند سفارت سره ور څیرمه د اکټوبر په اتمه شوې وه او په هغه کې ١٧ تنه ووژل شول.

تیر کال هم په همدغه ځای باندې حمله وشوه چې په هغه کې شپیته تنه وژل شوي وو.

سفیر جواد وايي:« که د هغوی مقصد هند نه وي دوی ولی خپل موټر تهد سړک په بله غاړه چې دکورنیو چارو وزارت ته مخامخ انفجار ورکاوه. له شواهدو او سابقې نه معلومیږی چې دا د پاکستان د استخباراتو کار و

د جورج ټاون د پوهنتون استاده کرستین فیروایی، سره له هغه چې په دې پیښې کې د آی ایس آی لاس و که نه معلومه نه ده خو دا خبره سمه ده چې پاکستان په افغانستان کې د هند د نفو‏‏ذسره مخالف دی.

فیر وایی: «افغانان د هرې پېښې ملامتي په آی ایس آی اچوي. هند هم همداسې خیال لري. تیر کال هم د هند په سفارت باندې د حمله پړه په پاکستان اچولې وه. زه په دې باره کې څه نه شم ویلای. خو که طالبانودا کار کړی وي نو ښایی هغوی له آی ایس آی سره په دې باره کې ارتباط ولري

د جمهوررئیس اوباما یو شمیرمشاوین وایی چی باید پاکستان په سرحدی سیمو کې په القاعده باندې حملې زیاتی شي او له بې پیلوټه الوتکو نه استفاده وشي. خو په دغه باره کې به ځمکنیو عملیاتو کې باید د پاکستان قواوې ورسره مرسته وکړي.

سفیر جواد وایی چې د پاکستان ملکي حکومت غواړي د پاکستان سرحدونه له القاعده نه پاک کړي خو دی فکر نه کوي چې د پاکستان عسکر هم په همدې نظر وي.

XS
SM
MD
LG