د لاس رسي وړ اتصالات

لاهور کې د پولیسو پر مرکزونو حملې شوي


پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې ددغه هیواد په ختیځ او شمال لوېدېځ کې د یاغیانو د خوا د پولیسو پرودانیوو باندې په حملو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل سوي دي.

زیاتره حملې د پاکستان په ختیځ کې د لاهور په ښار کې وسو. وسله والو کسانو د فدرالي تحقیقاتو پر یوې ادارې باندې برید وکړ. دغه اداره د تروریزوم او مهاجرت چارې څاري.

په دغه حمله کې څلور د پولیسو افسران او یو بل کس وژل سوی دی او پولیسو یواځي د یاغیانو یو کس وژلی او یوبل یې هم نیولی دی.

دغه راز وسله والو کسانو د لاهور په مربوطاتو کې د پولیسو د روزنې پر دوو مرکزو باندې حملې وکړې. یوه یې د ماناوا په سیمه کې وه چې د ښپږو پولیسو په شمول په کښي ۱۰ تنه ووژل سول.

په بله حمله کې یاغیانو د بېډیان په سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز حمله وکړه او په نتیجه کې یې ۵ یاغیان یا په ډزو کې ووژل سول او یا یې هم خپله ځانونه په بمونو والوځول.

په عین حال کې په صوبه سرحد کې د پښور ښار ته نېږدې یوه ځان مرګي د پولیسو یو مرکز په نښه کړ او په نتیجه کې یې ۱۱ تنه چې ماشومان او د پولیسو افسران هم په کښي شامل وه، ووژل سول.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو ورځو کې یاغیانو په پاکستان کې څلور غټې حملې کړي دي چې په کې د سلو نه زیات خلګ وژل سوي دي.

نن د پنجشنبې د ورځې د حملې مسولیت تر دغه دمه هیچا په غاړه نه دی اخیستی خو د پاکستان طالبانو هوډ کړی و چې په دغه هیواد کې به په حکومتي او نظامي ځایونو باندې حملې کوي.

د بلي خواه د پاکستان د استخباراتو مامورینو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه حمله کې چې د پاکستان د شمالي وزیرستان په سیمه کې وسوه، لږ تر لږه ۴ یاغیان وژل سوي دي.

XS
SM
MD
LG