د لاس رسي وړ اتصالات

جان کیری. د انتخاباتو د نتیجو نه مخکی عسکر لیږل مناسب نه دی


د امریکا سناتور جان کیری وایی چی دا به د جمهور ریس براک اوباما لپاره غټه بی باکی وی چی افغانستان ته نور عسکر په داسی حال کی ولیږی چی په دی ملک کی د جمهوری ریاست د جنجالی انتخاباتو نتایج لاتر اوسه پوری نه دی معلوم.

جان کیری وویل مخکی له دی چی افغانستان ته نور عسکر ولیږل شی، په افغانستان کی یوه ټینگ تعهد ته ضرورت دی چی د افغانستان په حکومت کی اداری فساد ورک شی.

د CNN ټلویزیونی شبکی نن په کابل کی د سناتور جان کیړی سره مرکه کړی او خپره کړی یی ده.

جان کیری جان کیری افغانستان ته سفر کړی او هلته یی د امریکا او ناتو قواوو د قوماندان جنرال ستینلی مکریستل سره وکتل.

مک کریستل خبرداری ورکړی و که چیری افغانستان ته نور عسکر و نه لیږی ، کیدای شی چی امریکا جگړه بایلوی.

ویل کیږی چی هغه د جمهور ریس نه ۴٠٠٠٠ نور عسکر غوښتی دی

XS
SM
MD
LG