د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبی وزیرستان: پاکستانئ پوځ او طالبان دواړه د بریالیتوب دعوی کوی


د پاکستان پوځ وایي چې عسکرو یې په جنوبي وزیرستان کې د یاغیانو په هدفونو باندې خپلو بریدونو ته ادمه ورکړیده. نن د دغو عملیاتو دریمه ورځ ده.

د پوځ منصبداران او د طالبانو ویاند دواړو په جګړو کې د بریالیتوب دعوې کړېدي خو په شخصي ډول د دغو معلوماتو دروغ او ریښتیا ځکه نشي معلومیدی چې د جګړې سیمې ته د پاکستان د پوځ له خوا په ورتګ باندی بندیز لګیدلی دی.

عیني شاهدان وایي چې زرګونه کسان د جګړې د سیمې نه تښتیدلي دي او همدارنګه د امنیتي ستونزو له امله دګن شمیر ښوونځيو دروازې هم بندی شویدي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا د سنا غړي جان کیري او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال ډیوډ پیټریس د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې د دغه هیواد د یو شمیر ملکي او نظامي چارواکو سره لیدنه وکړه.

تمه کیده چې ښاغلی کیري به د امریکا لخوا پاکستان سره د 7.5 میلیارده دالرو د غیرې نظامي مرستو د مسودې په اړه د سره خبرې اترې وکړي. د پاکستان د پوځ یو شمیر جنرالانو او سیاسي چارواکو د مرستو د دغه مسودې د ځینو برخو په اړه اندیښنه ښودلې ده. هغوي اندیښنه لري چې د مرستو د مسودې ځیني مادې یې د پاکستان ملي حاکمیت تضعیفوي.

همدارنګه پولیس وایي چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یې د طالبانو یو مشر او درې تنه نور جنګیالي نیولي دي. پولیس وايي چې دوي پدغې ډلې شک کوي چې هڅه یې کوله د غوړیو په یوې ځایي ګودام باندې برید وکړي خو پولیسو یې مخه نیولې وه.

د پاکستان نظامي چارواکي وایي چې په جنوبي وزیرستان کې د یاغیانو پر ضد دغه عملیات به د شپږو نه تر اتو اوونیو پورې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG