د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام آباد یوه پوهنتون کې مرگانۍ چاودنه


پاکستاني چارواکي وایي چی د دغه هیواد په پایتخت اسلام آباد کی په دوه جلا بریدونو کی لږ تر لږه ٦ تنه وژل شوي او یو ٢٠ تنه نور ټپیان شویدي.

دا پیښه په اسلام آباد کی د اسلامي پوهنتون دننه شویده. رپوټ وایی چی دا حمله دهغو حملو یوه لړی گڼل کیږی چی په جنوبی وزیرستان کی د پوځ دتهاجمی عملیاتو په مقابل کی انتقامی عملیات بلل کیږی.

په دغه چاودنه کی داستادانو ودانی اود نجونو د ډوډۍ خوړولو ځای یا کفیټیریا الوزول شویدي. په دغه پوهنتون کی ١٢ زرو شاگردانو له جملی نه تقریبا سم نیمایی نجونی دی.

په هغو عکسونو کی چی د تلویزونونو لخوا خپاره شویدي، دا پکی ښودل کیږي چی د پوهنتون ودانۍ د امنیتي قواوو لخوا بنده شویده. د پوهنتون ودانۍ د بم د پرچو له امله ډیره زیانمنه شویده.

یوه عینی شاهد په دی برخه کی داسی وویل :

"زه د لیلیی سره نیژدی وم او د اولی چادونی صحنی ته په منډه ورغلم . خوکله چی زه راووتلم نو بل بم په نیژدی ودانی کی وچاود. ماله نورو ملگرو سره منډه ور واخیستله او د خول په لاره کی می دوه مړی ولیدل".

تر دی دمه د پیښی مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي چی په پاکستان کی ټول تروریستي بریدونه په جنوبی وزیرستان کی د پاکستان پوځ لخوا د طالبانو پر ضد د پراخه عملیاتو له امله کیږي.

په روانه اوونۍ کی یو شمیر زیات ښوونځي په پاکستان کی تړل شویدي ځکه د دی ویره شته چی په جنوبي وزیرستان کی د عملیاتو په ځواب کی به یاغیان پدوي بریدونه وکړي.

نن د دغو عملیاتو څلورمه ورځ ده او پاکستاني پوځ د یاغیانو په وړاندی عملیاتو ته ادامه ورکړیده. د پاکستان د پوځ منصبداران دعوه لري چی تیره شپه یی په عملیاتو کی شاوخوا ٢٠ تنه یاغیان وژلي دي چی پدی سره د عملیاتو د پیل نه تر اوسه تقریباً سل تنه یاغیان وژل شویدي.

چارواکو ویلي دي چی د سه شنبی په ورځ د پاکستان پوځ دا هڅه کوله چی د یاغیانو څخه د کوتکي مهم ښارګوټی ونیسي. پوځ دعوه لري چی د هغوي ځمکنیو قواوو چی د چورلکو لخوا یی ملاتړ کیده ، د دوشنبی په روځ یی د یاغیانو څخه د غرونو څو لوړی او حاکمی نقطی نیولي دي . خو تر دی دمه پدی ندي بریالي شوي چی د کوتکي ښارګوټی ونیسي.

د پوځ او یاغیانود بریالیتوب دعوه په شخصي ډول تر اوسه تایید شوی نده ځکه چی د پاکستان پوځ سره د عملیاتو په ترڅ کی هیڅ کوم خبریال مله ندي او همدارنګه دا سیمه د بهرنیو لپاره زیاته خطرناکه ده.

همدارنګه د سه شنبی په ورځ د پاکستان د دفاع وزیر رابرت ګیټس وویل چی هغه په جنوبي وزیرستان کی د عملیاتو نه راضي دی که څه هم د دی عملیاتو ډیری لږی ورځی کیږي چی پیل شویدي. ښاغلي ګیټس خبریالانو ته وویل چی په پاکستان کی وروستیو بریدونو دا وښوده چی دا شان عملیاتو ته زیات ضرورت ده.

چارواکو دا هم ویلي دي چی د سل زرو څخه زیات ملکي کسان د جنوبي وزیرستان نه د عملیاتو د شروع کیدو نه وړاندی د سیمی نه وتلي دي او د عملیاتو د پیل نه راپدیخوا هم په زرګونو تنو کسانو خپل کورونه پریښي دي.

د پاکستان د پوځ قوماندانان وایي چی د هغوي ٣٠ زره عسکر د شاوخوا لس زره افراطیانو سره جګړه کوي چی بهرني جګیالي هم پکی شامل دي. پاکستاني چارواکو پدغو یاغي ډلو دا پړه اچوي چی په پاکستان کی وروستي تروریستي بریدونه د دوي لخوا شویدي. په تیرو څو اوونیو کی چی کوم بریدونه په پاکستان کی شویدي شاوخوا ١٧٥ تنه پکی وژل شویدي.

د پاکستان پوځي چارواکو ویلي دي چی تمه کیږي دا عملیات به د شپږونو نه تر اتو اوونیو په ترڅ کی بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG